تازه خبرونه
په تېرو دوه ورځو کې له پاکستان څخه ۶۸ زره افغان کډوال راستانه شوي
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت وايي، چې ۵۶ زره کسان د تورخم له لارې او ۱۲ زره یې د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغو مهاجرو د جبري شړلو په اړه نړیوال غبرګونونه اوس هم دوام لري.
د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې له هېوادونو غوښتي، چې پر پاکستان فشار راوړي د دې روان بهیر مخه ونیسي.
د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا رییس ویکلاو بالک ویلي؛ مونږ د خپلو بشري حقونو له ټولنو سره خبرې وکړې او د نړۍ په ټولو برخو کې د بشري حقونو وضعیت له نږدې څېړو. مونږ خپل ځانګړي وسایل، څانګوال( متخصصین ) او میکانیزمونه لرو او مونږ د دې ټول سیستم په اړه د بشري حقونو عالي کمیشنر سره کار کوو. په دې اړه بحث وکوو، چې کوم وسایل او سیستمونه باید چېرته او څنګه په دې قضیو کې وکارول شي.
امريکا هم پهدې موضوع له پاکستانيو چارواکو سره خبري کړي دي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي؛ پاکستان له مونږ سره د کډوالو او پناه غوښتونکیو په اړه د پالیسۍ او درناوي په اړه خبرې وکړې. مونږ له خپلو پاکستانيو ملګرو هم وغوښتل، چې له هغو افغان کډوالو او پناه غوښتونکیو سره مرسته وکړي، چې له خپل هېواده وتلي دي.
پاکستان تر اوسه د دغه کړکېچ د اواري لپاره شین څراغ نهدی ورکړی او د افغانستان شرایطو ته پر پاملرنه یې د ۱.۷ میلیون افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې ده.