Connect with us

تازه خبرونه

په تېرو شپږ میاشتو کې نږدې ۳۰۰۰ ولسي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې – د بشري حقونو راپور

خپور شوی

د

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خپل شپږ میاشتني راپور کې څرګنده کړې، چې د روان میلادي کال په ۶ میاشتو کې له ۸۸۰ جګړه ییزو پېښو څخه ۱۲۱۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۷۴۴ ټپیان دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په افغانستان کې د ملکي مرګ و ژوبلې په اړه  د دوه زره شلم میلادي کال د لومړیو شپږ میاشتو راپور وړاندې او خپور کړ، چې په کې راغلي؛ په دغه موده کې په اته سوه اتیا پېښو کې یو زر و دوه سوه دیارلس ولسي وګړي وژل شوي او یو زر و اووه سوه څلور څلوېښت ټپیان شوي دي.

د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛  یو دېرش په سلو کې تلفات په هدفي بریدونو کې رامنځته شوي، ۳۶ دېرش په سلو کې په ماینونو او موټر بم بریدونو کې وژل شوي، ۱۱،۷ سلنه په ځانمرګو بریدونو او ۱۱،۵ سلنه په نورو نښتو، هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې وژل شوي دي. په ټولیزه توګه ۵۳۳ ولسي وګړي په هدفي بریدونو کې وژل شوي او ۴۱۲  ټپیان دي. ۲۵۹ کسان د ماین په چاودنو او موټر بم بریدونو کې وژل شوي او ۵۰۷ نور ټپیان شوي دي. د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ولسي وګړیو ځاني زیان ۱۹ په سلو کې ډېر شوي او د ښځو تلفات بیا د همدې مودې په پرتله پنځوس په سلو کې کم شوي دي.

د بشري حقونو د راپور له مخې؛ د تېر کال د همدې مودې په پرتله په روان کال کې ولسي تلفات نولس په سلو کې لوړ شوي دي. اته څلوېښت په سلو کې وسلوال طالبان، پېنځلس په سلو کې افغان ځواکونه او او شپږ ویشت په سلو کې نامعلوم وسلوال او د پاتې نورې مرګ و ژوبلې مسوول داعشیان او بهرني سرتېري نومول شوي دي.

 د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مرستیال نعیم نظري ویلي؛ پر ۲۰۲۰ کال په توغندیزو بریدونو کې ۳۷۸ عام وګړي ځاني زیانمن شوی، چې ۱۱۷ یې وژل شوي ۲۶۱ یې ټپیان دي.

دوی دا هم په ډاګه کړې، چې د ټولې مرګ و ژوبلې ۴۸،۵ په سلو کې وسلوال طالبان او ۲۶،۷ په سلو کې نا معلوم وسلوال بلل شوي. د ۱۵،۵ په سلو کې د مرګ و ژوبلې عاملان دولتي ځواکونه ۶،۳ په سلو کې داعشیان او ۲،۳ په سلو کې نړیوال سرتېري په دې مرګ و ژوبله کې ګرم پېژندل شوي. پاتې نور پر کونړ، کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان پر توعندیزو بریدونو یا وژل شوي او یاهم ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال  عبدالبصیر قانع هم مني، چې په ځينو مواردو کې د دوی لخوا ملکیانو ته مرګ و ژوبله اوښتې؛ خو ټينګار کوي، چې په جګړه کې تر خپل توان پورې د ملکیانو ژوند ته پام کوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د جګړې پر ښکېلو غاړیو غږ کوي، چې د بشري حقونو نړیوال میثاقونه په پام کې ونیسي او د جګړې پر وخت د ملکیانو ژوند ته درناوی وکړي.

تازه خبرونه

امریکا له عراق څخه خپل ټول پوځي تجهیزات له ځان ولېږدول – ټرمپ

ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته ویلي، چې د عراق په شمال کې له اربیل هوايي اډې څخه د امریکا پر مشرۍ د ائتلاف د ځواکونو او تجهیزاتو وتلو د داعش پر وړاندې په عراق کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورساوه.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ز.کال کې د امریکايي ځواکونو وتل له عراق څخه د دغو ځواکونو له وتلو سره پرتله کړي او څرګندوي، چې امریکا په افغانستان کې ډېر پوځي تجهیزات پرېښودل؛ خو له عراق څخه د وتلو پر مهال امریکايي ځواکونو خپل ټول تجهیزات له ځان سره ولېږدول.

ټرمپ د چارشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته ویلي، چې د عراق په شمال کې له اربیل هوايي اډې څخه د امریکا پر مشرۍ د ائتلاف د ځواکونو او تجهیزاتو وتلو د داعش پر وړاندې په عراق کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورساوه.

هغه ویلي:« ما وویل؛ لږ نور وخت ورکړئ او هر څه له ځان سره یوسئ. که مو په یاد وي، مونږ ټول تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل؛ هر څه هلته پاتې شول.»

ټرمپ زیاته کړې:« ما ویل؛ نه غواړم ان یو پیچ هم پاتې شي. که پر ځمکه یو پیچ لوېدلې وي؛ هغه هم راواخلئ. که ترپالي خېمه لرو، هغه هم له ځان سره یوسئ. مونږ هر څه له ځان سره یووړل.»

د امریکا ولسمشر د ۲۰۲۱ز.کال په اګست کې د کابل هوايي ډګر برید ته هم نغوته وکړه، چې په کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.

ټرمپ وایي، چې په تېرو کلونو کې یې په دې برید کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو له کورنیو سره لیدلي او له هغو سرتېرو یې هم یادونه وکړه، چې په دې برید کې سخت ټپیان شوي وه.

هغه وایي:« له هغو او د هغو له اولادونو سره، چې څه وشول؛ هېڅکله باید نه وی شوي.»

ټرمپ زیاته کړې، ۴۸ امریکايي سرتېري سخت ټپیان شوي وه؛ خو پر وینا یې؛« هېڅکله له هغوی یادونه نه‌کېږي.»

ټرمپ له عراق څخه د امریکا وتل د یوه لګښتي پوځي حضور پای وباله او څرګندوي، چې د دې ماموریت لپاره یې څرګند هدف ټاکلی و او قومندانانو ته یې امر کړی و، چې هغه بشپړ کړي؛ پرته له دې، چې په عراق کې د امریکا حضور پر دایمي ماموریت بدل شي.

د امریکا پوځ د چارشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې امریکايي ځواکونو او تجهیزاتو له اربیل هوايي اډې څخه خپل منظم وتل بشپړ کړي او له دې سره په عراق کې د «عزم راسخ» عملیات پای ته رسېدلي دي.

دغه عملیات په ۲۰۱۴ز.کال کې له هغې وروسته پیل شول، چې داعش د عراق او سوریې پراخې سیمې ونیولې. د دغو عملیاتو موخه له دې ډلې سره مبارزه وه. امریکا اوس هم په اردن کې له خپل مرکزي مرکز څخه په سوریه کې د داعش پر وړاندې عملیات روان ساتلي دي.

ټرمپ ویلي، امریکا له داعش سره د مبارزې لپاره عراق ته تللې وه او اوس دغه ډله کومه ځانګړې سیمه تر خپلې ولکې لاندې نه‌لري.

#آریانانیوز #افغانستان #عراق #امریکا #ټرمپ #داعش

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه د اوکټوبر پر پېنځمه جوړېږي

د زاخارووا د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» د مشورتي ناستو اتمه غونډه به د اوکټوبر پر پېنځمه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شي.

د زاخارووا د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

بېلاروس او مصر په دې غونډه کې  مېلمانه دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به په غونډه کې وینا وکړي.

دغه راز د افغانستان بهرنیو چارو وزیر پر مشرۍ یو افغان پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي او ټاکل شوې، چې نوموړی به د غونډې په څنډه کې له لاوروف سره ځانګړې لیدنه هم وکړي.

د زاخارووا د څرګندونو له مخې، د روسیې او افغانستان د چارواکو په دوه‌اړخیزه لیدنه کې به د دواړو هېوادونو د همکاریو اړوند روانو موضوعاتو په اړه خبرې وشي.

د «مسکو فارمټ» په پراخه غونډه کې به د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو د قاچاق پر وړاندې د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وشي.

زاخارووا زیاته کړې؛ تمه ده، چې د غونډې په پای کې ګډه اعلامیه هم خپره شي.

#آریانانیوز #افغانستان #مسکو #مسکو‌فارمټ #روسیه #لاوروف #زاخارووا

Continue Reading

تازه خبرونه

په بانکونو کې د خلکو سپماوې زیاتې شوې – د افغانستان بانک

د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد د دغه بانک د عالي شورا په غونډه کې ویلي، چې د سپماوو زیاتوالی د بانکي سکټور د ثبات د پیاوړتیا او د هېواد پر بانکي نظام د خلکو د باور د زیاتېدا ښکارندوي کوي.

Published

on

د افغانستان بانک ويلي، سږ کال په بانکونو کې د خلکو د سپماوو کچه لوړه شوې او د هېواد په بانکي سکټور کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد د دغه بانک د عالي شورا په غونډه کې ویلي، چې د سپماوو زیاتوالی د بانکي سکټور د ثبات د پیاوړتیا او د هېواد پر بانکي نظام د خلکو د باور د زیاتېدا ښکارندوي کوي.

په دې غونډه کې د هېواد د پولي سیاستونو، د بانکي سکټور د وضعیت، د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا، د برښنايي بانکدارۍ د پراختیا او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د زیاتېدا په اړه بحث او څېړنه شوې ده.

دغه راز خالد د اغېزمنو پولي سیاستونو پر پلي کولو، د بانکي سکټور د اوسني وضعیت پر ارزونه، د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا لپاره د هڅو پر دوام او مالي خدمتونو ته د خلکو د پراخ لاسرسي د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.

هغه د افغانیو د ارزښت او ثبات په اړه ویلي؛ افغانۍ په تېر یوه کال کې سره له دې، چې د نړۍ له اقتصادي ننګونو سره مخ وه، د سیمې او نړۍ د ډېرو اسعارو پر پرتله خپل ثبات ساتلی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا وضعیت د افغانستان بانک د سنجول شویو او موخو لرونکو پولي سیاستونو د پلي کولو پایله ده.

#آریانانیوز #افغانستان #دافغانستان‌بانک #بانکي‌سکټور #افغانۍ #بانکداري

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!