تازه خبرونه
په تېرو ۱۰۰ ورځو کې له ۴۵۰ زره ډېر افغان کډوال له تهران څخه ایستل شوي- د تهران والي
معتمدیان د شنبې پر ورځ( د زمري اتهلسمه ) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې له ایران څخه د ایستل شویو کډوالو ۴۵۰ زره یې له تهران څخه افغانستان ته ایستل شوي دي.
د تهران والي محمد صادق معتمدیان ویلي، چې په تېرو ۱۰۰ ورځو کې له یو میلیون څخه ډېر افغانان له ایران څخه ایستل شوي دي.
معتمدیان د شنبې پر ورځ( د زمري اتهلسمه ) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې له ایران څخه د ایستل شویو کډوالو ۴۵۰ زره یې له تهران څخه افغانستان ته ایستل شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې شمېر کې رضاکارانه راستنېدونکي او هغه کډوال شته، چې د ایران د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي او جبري ایستل شوي دي.
دې ایراني چارواکي په همدومره وخت کې له ایران څخه د ایستل شويو کډوالو شمېر د پام وړ یادکړی او زیاتوي، چې تېر کال شاوخوا ۲۲۰ زره د افغان کډوالو زدهکوونکو د تهران په ښوونځیو زدهکړې کولې.
هغه ټینګار کړی، چې د جبري ایستلو د طرحې له پلي کېدو وروسته دا شمېر ۸۰ زره زدهکوونکو ته راټیټ شوې دی.
ایران په نوي کال کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ګړندۍ کړې دی.
د افغان کډوالو پراخه ایستلو نړیوالې اندېښنې راپورته کړې دي.
د جولای په وروستیو کې د بښنې نړیوالې ټولنې د ایران د کورنیو چارو له وزیره وغوښتل، چې د افغانانو جبري ایستل سمدلاسه ودروي.
د بشري حقونو ډلې راپور ورکړی، چې په وروستیو میاشتو کې له یو میلیون څخه ډېر افغانان – د هغو کسانو په ګډون، چې په ایران کې زېږیدلي یا هغه کسان، چې هلته له کلونو راپدېخوا ژوند کوي؛ جبري افغانستان ته ایستل شوي دي.
د بخښنې نړیوالې ټولنې د جبري ایستلو زیاتوالی د ایران او اسرائیل ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدا سره تړلی او وایي، چې د جون له لومړۍ راپدېخوا له نیم میلیون څخه ډېر افغانان د زرګونو بې چارسمبالو ماشومان په ګډون له ایران څخه جبري ایستلي دي.
دې ټولنې خبرداری ورکړی، چې په میلیونونو نور افغانان د اخراج له خطر سره مخ دي. په ځانګړي توګه هغه ښځې او نجونې، چې د بښنې نړیوالې ټولنې پر باور باید د کډوالو په توګه وپېژندل شي او افغانستان ته یې د بېرته ستنېدا مخه ونیول شي.
ایراني چارواکو په ډېرو بهرنیو نفوس لرونکو سیمو کې د استوګنې د منظمولو او پر عامه خدماتو د فشار کمولو د هڅو د یوې برخې په توګه دا ایستل توجیه کړي دي.