روغتيا

په تېرو ۴۵ ورځو کې له تنفسي ناروغیو ۴۰۰ ناروغان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲, ۱۴۰۰)

له تېرو پېنځه څلوېښت ورځو راپدیخو په افغانستان کې د تنفسي او سینې ناروغيو له کبله له ۴۰۰ ډېر ناروغان مړه شوي، چې ډېر يې ماشومان دي.

د عامې روغتیا وزارت له دوه میاشتو څخه په لږ وخت کې د تنفسي او سینې ناروغیو له کبله د مړینې ټکان ورکوونکې شمېرې خپرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېرو پېنځه څلوېښت ورځو کې ۱۹۰ زره کسان د تنفسي او سینې پر ناروغیو اخته شوي، چې ډېر یې ماشومان دي.

مسوولینو په ډاګه کړې، چې په همدې موده کې څلور سوه کسان له تنفسي نارغیو مړه شوي هم دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ تر ټولو ډېر ناروغان په کابل، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې دي.

له تېرو درې کلونو راپدیخوا په افغانستان کې تنفسي ناروغي مخ پر ډېرېدو ده؛ په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې له ۹۰۰۰۰۰ ډېر پدې ناروغۍ اخته شوي او ۱۷۰۰ نور مړه دي. په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې له ۹۴۴۰۰۰ څخه ډېر کسان پرې اخته شوي او ۱۹۰۰ ترې مړه دي. د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په دوه میاشتو کې له ۱۸۸۰۰۰  ډېر کسان دې ناروغۍ نیولي، چې ۴۳۶ یې مړه شوي دي. پر ۲۰۲۲ زېږیز کال په ننګرهار کې ۱۴۵۶۰، کابل کې ۲۰۹۹۰ او بلخ کې ۲۳۰۷۵ ناروغان ثبت شوي دي.  د کابل روغتونونو ۴۵، د بلخ ۷۵ او د ننګرهار روغتونونو ۸۸ کسان مړه ثبت کړي دي.

ډېره سړه هوا او د کورونو د تودولو لپاره د پلاستیکو او ربړونو سوځولو چاپېریال ککړ کړی، چې نه یوازې د تنفسي ناروغیو اصلي سرچینې نومول شوي، بلکې د ماشومان په ګډون یې مړینه هم رامنځته کړې ده.

د اندرا ګاندي د ماشومانو د روغتون مشر حسیب رحیمزي وردګ ويلي؛ د سینې ناروغیو د ماشومانو لپاره تر ټولو مرګوني ناروغي ده او هغه ماشومان ډېر پرې اخته کیږي، چې بدن یې کمزوری او یا پر خوارځواکۍ اخته وي.

دا ناروغي په داسې حال کې ډېره شوې، چې د افغانستان روغتیايي خدمتونه د وروستیو بدلونونو له کبله سخت زیانمن شوي او په تېرو کلونو کې هم له پېنځه کلونو څخه په ټيټ عمره هرو پېنځه ماشومانو کې یو یې د سینې ناروغۍ له کبله مړ کېده.

Trending

Exit mobile version