تازه خبرونه

په تېرو ۴ میاشتو کې ۵۵۸۷ ملکي وګړيو ته مرګ و ژوبله اوښتې – د سولې په چارو کې د دولت وزارت

Published

on

(Last Updated On: زمری ۷, ۱۴۰۰)

د روان کال په ۴ لومړیو میاشتو کې پېنځه زره پېنځه سوه اووه اتیا ملکیان او څلیریشت زره شپږ سوه نهه طالب جنګیاليو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

دغه راز یوشمېر سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې په دې موده کې څه باندې دوه زره پوځیان هم وژل شوي دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په ډاګه کړې؛ تاوتریخوالی د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه ډېر شوي او دا معلومات ښیي، چې طالبان د دوحې د هوکړې خلاف پر جګړې ټينګار کوي.

دا بنسټ وایي، چې طالبان باید د اووه زره بندیانو د خلاصون مسئله او له تور نوملړه د خپلو مشرانو د نومونو د ویستو موضوع د سولې په خبرو کې مطرح کړي او جګړه د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لار نده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د تاوتریخوالي د کمېدو پر سر د څارنې ریاست یو لړ څرګندونې خپرې کړي او وایي، چې د روان کال په څلورو لومړیو میاشتو کې تاوتریخوالی پنځوس سلنه ډېر شوي.

د تاتریخوالي د  کمېدو پر سر د څارنې مشر سید عبدالله هاشمي ویلي: طالبانو دوه ویشت زره یرغلیز بریدونه کړي؛ ۹۳ ځانمرګي، ۱۶۷۵چاودنې، ۶۵۰ توغنديز، د دولت تر ولکې لاندې سیمو کې ۶۲۳ ځمکنۍ نښتې، ۸۴۴ موخه ییزې وژنې، ۶۵۰ کمینونه تر سره کړي، چې په پایله کې یې ۲۵۶۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰۲۱ نور ټپیان دي.

همدارنګه ۶۲۱ ښوونځي تړل شوي، ۴۲ سلنه زدکوونکي له زدکړو بې برخې شوي دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د څرګندونو له مخې؛ طالبانو په څلور لومړیو میاشتو کې ډېر ځاني زیانونه لیدلي؛ ۲۴۶۰۹ طالب جنګیاليو ته مرګ و ژوبله رسېدلې؛ خو طالبانو د سولې په چارو کې د دولت وزارت دا څرګندونې رد کړي او هغه له رښتیاوو لرې بولي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیال عطاء الرحمان ویلي، چې طالبانو د دوحې هوکړه لیک خلاف عمل کړی او که دا ډله غواړي، چې اسلامي نظام واکمن شي، خپلې غوښتنې دې د سولې خبرو کې مطرح کړي.

د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې آسترالیا د تاوتریخوالي پر دوام او د ملکیانو په ځانګړي توګه ښځو او نجونو په ربړولو اندېښنه ښوودلې.

دغه راز ویل کیږي، چې کندهار ولایت له يو بشري او انساني ناورين سره مخ شوی دى.

د دې ولايت د کډوالو چارو مشر دوست محمد نایاب وايي جګړه د هري ورځي له تېريدو سره د ښار منځته را نږدې کيږي او دا مهال د ښار په ٨ حوزو کي جګړه روانه ده، چي له دغو سيمو څخه تر اوسه ٢٢ زره کورنۍ بې ځايه شوې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په کندهار کي جګړې انساني او بشري ناورين را منځته کړى، چي په دې برخه کي له نړيوالي ټولني د مرستو غوښتنه کوي.

د یادونې ده، چې جګړو په څه باندې شل ولایتونو کې له ملکیانو قرباني اخیستې او په ځانګړي توګه په کې ښځو او ماشومانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

Trending

Exit mobile version