تازه خبرونه

په تېرو ۵ میاشتو کې ایران او پاکستان ته د پام وړ افغانان کډوال شوي

په راپور کې راغلي؛ د ټولو کډوالو څخه ۷۲۲ زره پاکستان ته او ۴۵۰ زره نور ایران ته تللي دي.

Published

on

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په یوه نوي راپور کې اعلان کړی، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د می تر یودېرشمې شاوخوا ۱.۲ میلیون افغانان له قانوني او غیرقانوني لارو ایران او پاکستان ته مهاجر شوي دي.

په راپور کې راغلي؛ د ټولو کډوالو څخه ۷۲۲ زره پاکستان ته او ۴۵۰ زره نور ایران ته تللي دي.

د ۲۰۲۴ کال د ورته وخت پر پرتله؛ د مهاجرت کچه ​​د پام وړ زیاتوالی ښیي. په هغه کال کې له افغانستان څخه شاوخوا ۹۰۰ زره خلک دغو دواړو هېوادونو ته مهاجر شوي، چې ۵۰۰ زره یې پاکستان ته او ۳۹۵ زره نور یې ایران ته تللي دي.

د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي، چې د مهاجرت د دې څپې اصلي لاملونه ناامني، د ښځو او نجونو لپاره د تعلیم محدودیتونه او په افغانستان کې د کاري فرصتونو نشتوالی و.

د کډوالو عالي کمیشنرۍ له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له کوربه هېوادونو سره د بشري مرستو او ملاتړ له چمتو کولو سره د مهاجرتونو له کبله رامنځته شوی فشار کم او هم په افغانستان کې د کړکیچ ریښو ته لاسرسی رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version