سوداگري
په تېر کال کې څه باندې ۷۲ زره متریک ټنه مالوچ راټول شول – د کرنې وزارت
(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۲)
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې ۷۲ زره ۴۹۳ متریک ټنه مالوچ راټول کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د احصائې د ادارې د څرګندونو له مخې؛ تېر کال په هېواد کې پر ۵۴ زره ۸۶۹ هکتاره ځمکه مالوچ کرل شوي وه، چې ترې ۷۲ زره ۴۹۳ متریک ټنه مالوچ ترلاسه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال په بلخ، تخار، کندوز، ننګرهار، هرات، نیمروز، بغلان او جوزجان کې د مالوچو حاصلات ډېر ول.
د افغانستان مالوچ په سیمهییزو او نړیوالو بازارونو کې د صنعتي بوتو تر منځ د لوړ کیفیت لرونکي دي.
د کرنې کارپوهانو ويلي، چې د زعفرانو او اینجو ترڅنګ مالوچ په هېواد کې د کوکنارو د کښت لپاره ښه بدیل دی.