تازه خبرونه
په تېر یونیم کال کې له ۵۰ څخه د ډېرو لرغونو آثارو د قاچاق مخنیوی شوی
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تېر يو نيم کال کې له ۵۰ څخه د ډېرو لرغونو آثارو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
دغه ترلاسه شوي اثار څه باندې دوه زره کاله پخواني دي، چې په دې وروستیو کې له بغلان ولایت څخه ترلاسه شوي او د کابل ملي موزیم ته ورکړ شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندنې رییس ذبیح الله سادات وايي: له ۵۰ ډېر آثار ثبت شوي دي. مونږ دا آثار نندارې ته وړاندې کړل. دا یوه لویه لاسته راوړنه ده. دغه آثار په تېر يو نيم کال کې له بېلابېلو سيمو او ګمرکونو ترلاسه شوي دي.
د هیواد د ملي موزیم مسوولین په ښو او مناسبو ځایونو کې د هېواد فرهنګي او تاریخي آثارو له غوره ساتنې ډاډ ورکوی.
د ملي موزیم رییس محمد زبیر عابدي وايي: ملي موزیم هغه ځای دی، چې آثار په کې تر ډېره حده ساتل کیږي. ملي موزیم د آثارو په خوندي کولو کې خپلې هڅې روانې ساتي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ويلي، چې دغه آثار د دې ولايت په جلګه ولسوالۍ کې د سيمه ييزو خلکو پر همکارۍ ترلاسه شوي دي.
په دې اړه له بغلان ولایت څخه ۷۵ تاریخي سکې کشف او په کابل کې ملي موزیم ته وسپارل شوې.
د بغلان اطلاعاتو او فرهنګ رییس اسدالله مصطفی هاشمي وايي: په دې برخه کې د خلکو همکاري ډېره اړینه ده. د خلکو له همکارۍ پرته هیڅ کار په سمه توګه نهترسره کېږي. الحمدلله دلته هم د خلکو همکاري وه، چې دغه شمېر توکي زمونږ لاس ته راغلل.
که څه هم بهر ته د دغو آثارو د قاچاق په اړه تل اندېښنې موجودې وې؛ خو اسلامي امارت د ملي موزیم او هېوادنیو لرغونو آثارو د ساتنې او خوندیتوب ډاډ ورکړی او څرګندوي، چې په ملي موزیم کې له ۵۰ زره څخه د ډېرو بېلابېلو پېرونو تاریخي او فرهنګي آثار ثبت او خلکو ته وړاندې شوي دي.