ساینس او ټیکنالوژي
په جاپان کې د تویوتا موټرو تولید له خنډ سره مخ شو
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د تویوتا موټرو د پرزو د پروسسس د وړاندیز کوونکي کمپیوتري سیستم د ناکامۍ له کبله د تویوتا موټرو په تولید کې لوی خنډ رامنځته شوی دی.
دا کار په جاپان کې د ۱۴ کارخونو د لنډمهاله بندیدو لامل شو. که څه هم ځانګړی علت یې په ډاګه شوی نهدی؛ خو شرکت ویلي، چې دا مسله د سایبري برید له کبله نهده. تېر کال د تویوتا په یوه عرضه کوونکي سیستم کې سایبري ستونزې د جاپان د اکمالاتو بهیر د سایبري امنیت په اړه اندېښمنوونکی کړ.
د یوې ورځې د تولید د ضایع کیدو اغېزه کیدای شي د پام وړ وي؛ ځکه په ځانګړي توګه لکه څنګه، چې د تویوتا تولید سږکال ډېر و. په جاپان کې د تویوتا کورنی تولید د کال په لومړۍ نیمایي کې ۲۹ سلنه زیاتوالی وموند. په نړیواله کچه د یوه موټر د خرڅلاو د منځنۍ بیې له مخې ۲۶۳۸۴ دالر اټکل کیږي، چې په ۱۴ کارخونو کې د یوې ورځې د تولید د عوایدو تاوان ۳۵۶ میلیون دالره اټکل شوی دی. شرکت تر اوسه اعلان نهدی کړی، چې څنګه به دا زیان جبرانوي.
په مشرتابه کې له وروستي بدلون وروسته، چې کوجي ساتو د اجرائیوي رییس په توګه د اکیو تویودا پر ځای وټاکل شو؛ تویوتا له نورو ننګونو سره مخ شوه. په ستونزو کې هغه درغلۍ راځي، چې سیستم ورسره مخ شوی. دې شرکت د برښنایي موټرو په لیږد کې د تسلا له اي وي سره په سیالۍ کې ننګونې رامنځته کړې دي.