سیمه ییز خبرونه
په جلال آباد ښار كې چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په ننگرهار کي يوه امنيتي سرچينه، چې نه غواړي نوم يې ياد شي وايي، چې دا چاودنه د جلال آباد د انگورباغ د سيمې په یو سړك کې د ځاى په ځاى شويو توكو له کبله رامنځته شوې ده .
سرچينه وايي، چې په دې چاودنه كې دوه پوليس او د يوه ماشوم په گډون دوه ملكي وگړي ټپيان شوي دي .
دننگرهار والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وایي، د دغې چاودنې موخه پولیس ول.