تازه خبرونه

د ننگرهارد ملي امنیت د ریاست په ډله ییز برید کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

چارواکي وايي بریدگرټول اووه تنه ول، چې دوه  تنو یې د موټرو په کارولو په قرول کې   چاودنې و کړې او پېنځه نور یې  له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي دي.

رحمت الله زیارمل رپوت راکوي، چې سهار وختي و  چې جلال آباد ښار چاودنې ولړزاوه او  ډزې پيل شوې. دا په ننگرهار كې د ملي امنيت پر رياست د وسله والو بريد و، چې تر پينځه ساعتونو يې دوام وكړ.

د والي وياند وايي، په دې پيښه کې دملي امنیت دوه کارکوونکي وژل شوي او اووه تنه ټپیان دي.

د ننگرهاروالي ویانداحمدضیاعبدالزی  وايي، په دې پيښه كې شپږ ويشت ملكي وگړي هم ټپان شوي دي .

بلخوا د ننگرهار د عامې روغتيا رياست وايي، چې له دې پيښې ټول شپيته كسان وروړل شوي ۳۳ يې بستر او نور يې رخصت شوي دي .

د عامې روغتيا رييس داکترنحیب کاموال  وايي، له پيښې ورته اووه مړي هم وروړل شوي يو يې ماشوم او نور سرتيري دي.

يو شمېر جلال آباد ښاريان وايي، چاودنه دومره زوره وه، چې دلیرې پرتو  سيمو خلكو ته يې هم  زيانونه اړولي دي .

وسله والو طالبانود دې برید مسوولیت منلى  او تریونیم سل ډېرو سرتېروته یي د مرگ و ژوبلې ادعاکړې.

د ننگرهار چارواکي دا ادعا بې بنسټه بولي.

په دې وروستیوکې دننگرهارامنیتي حالت تربل هروخت ډير خراب شوی. اوس لږترلږه هره ورځ جلال آبادښاردیوي چاودنې شاهدوي.

عام خلک د حالاتو خرابوالي خورا اندیښمن کړي او د جدي سمون غوښتنه کوي.

Trending

Exit mobile version