تازه خبرونه
په جلال آباد کې حکومتي مسوولین د ځان ساتنې فکر لري
په جلال آباد ښار کې حکومتي چارواکو د ځان ساتنې په موخه د ترافیکو پرمخ لویې لارې تړلې ، چې له کبله یې خلکو ته ګڼې ستونزې پيدا شوي.
هغه وخت، چې په جلال اباد آباد کې څلور سوه زره انسانان اوسیده ، یوه لاره او کوڅه یې هم د ترافیکو پرمخ نه وه تړل شوې؛ خو اوس، چې په کې درې سوه زره انسانان ژوند کوي له نیمو ډېرې لارې او کوڅې یې زورواکو، ولسي استازیو، حکومتي چارواکو او ځينو بنسټونو د ترافیکو پرمخ تړلي.
د کابل – جلال آباد لویه لار ډېره کله د ننګرهار امنیه قومندان د خپل کورد امنیت د خوندیتوب په موخه تړلې وي.
د شاهي ماڼۍ چاپيره لویې لارې والي، د تورخم – جلال آباد لویه لار د استناف محکمې او هوايي ډګراو د ښار په زړه کې یوشمېر سترې کوڅي ولسي استازیو او بهرنیو دیپلوماتیکو ادارو تړلي وي، چې دې چارې د خلکو ژوند خورا ترینګلی کړی دی.
ځايی استوګن وايي، له یوې خوا یې د دقیقو مزل ساعتونه نیسي او له بلې خوا یې کار و بار خراب شوی.
دوی وايي چارواکي د ولس پرځای اوس یوازې د خپل ځان د ساتلو په فکرکې دي.
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وايي، د شاهي مانۍ ترڅنګ لارې د مهمو ناستو او اړتیا له مخې تړي.
هغه زیاتوي، د لارو د خلاصولو له پاره یې یو کمیسون ته دنده سپارلې او ډېر ژربه اقدامات ترسره شي.
د ننګرهارخلک وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې د دې ولایت امنیتي حالت ورځ تربلې خرابیږي.
د دوی په وینا؛ امنیتي ځواکونه د امنیت د خوندیتوب له پاره قربانۍ ورکوي؛ خو په رهبرۍ کې د ځينو ستونزو له کبله نه یوازې دا، چې امنیت ښه کېدلی نشي، بلکې دلابدترۍ لوري ته روان دی.
د یادونې وړ ده، چې حکومتي چارواکي رسنیو ته د لارو د خلاصولو ژمنې کوي؛ خو حتا ترانزیتي لارې هم د خلکو او ترافیکو پر مخ ساعتونه ساعتونه تړلې وي.
خبریال: رحمت الله زیارمل
تازه خبرونه
بیجینګ دې له کابل سره د ترهګرۍ په اړه خبرې وکړي – اسلامآباد
د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر احسان اقبال ويلي، اسلامآباد له بیجینګ غواړي، چې له کابل سره د تروریزم پر موضوع خبرې وکړي.
احسان اقبال له امریکا غږ سره په مرکه کې، چې نن یکشنبه (د غویی دېرشمه) خپره شوې؛ ویلي، پاکستان په افغانستان کې د میشتو ترهګرو ډلو په اړه اندېښنه لري، چې له دغه هېواده بهر ترهګریز فعالیتونه کوي.
هغه زیاته کړې: هغه ترهګر، چې د چینايي کارګرانو پر وړاندې یې وروستۍ پېښه کړې هم له افغانستان راغلي؛ نو زما په اند دا د اندېښنې وړ دي. مونږ هیله لرو، چې چین به هم افغانستان قانع کړي؛ ځکه افغانان هم په سیمه کې د چین واکمنۍ ته غوږ نیسي.
دغه پاکستاني چارواکي ویلي؛ په افغانستان کې د کړکېچ له کبله پاکستان ندی توانېدلی، چې په خپلو بېخبناوو کې پانګونه وکړي.
هغه افغانستان ته په نغوته کې ویلي، چې پاکستان له چین سره هوکړه کړې، چې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز په پروژه کې درېیم هېواد هم شامل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم اسلامي امارت د پاکستانيو چارواکو اړوند امنیتي تورونه رد کړي.
تازه خبرونه
په فاریاب کې سیلابونو ۱۸ کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ کړل
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې په فاریاب ولایت کې تېره شپه سېلابونو ۱۸ کسان مړه او دوه نور ټپیان کړي دي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې سیلابونو په پښتونکوټ، المار، قیصار، بلچراغ، خیبر او دولتآباد ولسوالیو کې راوتلي دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سېلابونو له کبله ۵۶۰ کورونه، ۸۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۱۰ پلورنځي او یو ګرځنده روغتیایي مرکز ویجاړ شوي دي.
ویل کیږي، چې ۳۰۰ څاروي او دوه زره میوه لرونکې ونې له منځه تللې دي.
تازه خبرونه
له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون، چې په یوه مقدمه، ۳ فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی؛ د اسلامي امارت رهبر مولوی هبة الله اخوندزاده توشیح کړی او په رسمي جریده کې خپور شو.
د عدلیې وزارت ويلي؛ د دغه قانون له مخې روغ، کاسب او هغو کسانو لپاره، چې د یوې ورځې د خوراکي توکو د برابرولو وړتیا لري، سوال کول منع دي.
دا قانون د سوال کولو لپاره د ماشومانو او معلولینو کارول هم منع کوي.
د دغه قانون له مخې: هغه مسلکي سوالګر، چې د خلکو د خواخوږۍ د جلبولو په موخه له ماشوم، لیوني او معيوب څخه کار اخلي؛ د محکمې لهخوا پر يوه مياشت بند محکومېږي او تنظيموونکي يې تر شپږ مياشتو پورې پر بند محکومېږي.
په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې، د اسلامي امارت مشر د سوالګرو راټولولو امر وکړ، چې تر اوسه په لسګونو زره سوالګر راټول او په اړه یې بېلابېلې پرېکړې شوې دي.
-
سوداگري3 days ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
په تېرو ۲ زره کلونو کې د تېر کال اوړی له ټولو تود و – څېړنه
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
پر رفح د اسرائیلو بریدونه په نړیواله محکمه کې ارزول کیږي
-
تازه خبرونه3 days ago
د تورخم لار لنډمهاله تړل کیږي
-
نړۍ4 days ago
اروپايي ټولنې روسي رسنۍ هم د بندیزونو په نوملړ کې ورزیاتې کړې
-
تازه خبرونه3 days ago
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
-
لوبی1 day ago
راشد خان د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر شو
-
سوداگري4 days ago
تېر کال د صادراتو او وارداتو ارزښت له ۱۰ میلیارډ ډالرو ډېر و – د احصائې ملي اداره