تازه خبرونه

په جلال آباد کې د عامه پارکونو دغصب لړۍ پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له تيرو دوه مایشتو راهیسې دجلال آباد ښارپه زړه کې د عامه پرپارکونو او لویو سړکونودغصبولو لړۍ پیل شوې، چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

د جلال آباد استوگن وايي، دښار دپارکونوپه غصب کې زورواکواوچارواکولاسونه یو کړي.

ننگرهارهغه ولایت دی، چې دپخواني ولسمشردواکمنۍ پرمهال په کې تربل هر ځایه ډېرې دولتي ځمکې غصب شوې؛ خو اوس دښارهرې سیمې کې دا حال دی.

د عبدالحق مینې ته څیرمه د سړکونوپه منځ کې یو پارک دی، چې له تېرو دوه اوونیو راهیسې د سرپرست والي او سرپرست ښاروال په اجازه پرته له قانوني اسنادو یې د غصب کار پیل شوی دی.

خلک وايي، په همدې او یو شمېر نورو سیمو کې د جوماتونو اوښوونځيو پرځمکو هم زورواکو کورونه جوړول پیل کړي.

دوی له ولسمشرڅخه د دې حالت د مخنیوي غوښتنه کوي.
هغو په ډاگه کړي، چې د سرپرستانو د بې غورۍ او بې تفاوتۍ له کبله زورواکانو د خلکو د شخصي ملکیتونو غصبول هم پیل کړي دي.

دوی خبرداری ورکوي، چې که مرکزي حکومت د ننگرهار د اوسني بدحالت د ښوالي له پاره لاس په کارنه شي؛ پرضد به یې لارو کوڅوته راووځي.

د ننگرهارسرپرست والي محمدخنیف گردوال دغلته داغصب مني؛ خو په مخنیوي کې ځان عاجزبولي.

په ښارکې دپارکونو،سړکونو، جوماتونو او ښوونځيودځمکود غصب په اړه دننگرهارښاروالۍ مسوولین له خبرو ډډه کوي.

د همدې ستونزې په مخنیوي کې د پاتې راتلو له کبله د ننگرهار پخواني والي عطاالله لودین استعفاورکړه، چې دهغه له تگ سره سم د غصب لړۍ لاپسې پراخه شوه.

د یادونې وړ ده، چې اوږدې سرپرستۍ دهېود د نوروسیمو په څیر د ننگرهارحالت هم ډېرخراب کړی دی.

خبریال: رحمت الله زیارمل.

Trending

Exit mobile version