سیمه ییز خبرونه

په جلال اباد کې د ملي امنيت سرتېرو خبريالانو سره له تاوتريخوالي ډك عمل تر سره كړى دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په جلال اباد ښار کې د ملي امنیت د ښاري مدیریت پرودانۍ د شوي ځانمرګي برید په سيمه كې د ملي امنيت سرتېرو له هغو خبريالانو سره، چې د دغې پېښې د خبرې پوښښ په موخه سيمې ته تللي وو له تاوتريخوالي ډك عمل تر سره كړى دى.

د یکشنبې په ورځ ( د کب ۶ ) شاوخوا اوه نیمې بجې د جلال اباد ښار د دوهمې امنتیې حوزې اړوند د ملي امنیت د ښاري مدیریت پر ودانۍ د موټر بم ځانمرګی برید وشو.

نیم ساعت وروسته د خبرې پوښښ لپاره خبریالان سیمې ته لاړل.

په سیمه کې تر دوه ساعته انتظار وروسته کله، چې خبریالانوغوښتل د پېښې له ځای څخه تصویر واخلي د ملي امنیت د کارکوونکو له وهلو، ټکولو او کنځلو سره مخ شول.

د ملي امنیت یوکارکوونکي د پژواک خبرې اژانس کمره مین، د اریانا ټلویزیون کمره مین، د ژوندون ټلویزیون خبریال، د اف پي خبرې اژانس کمره مین، د رویټر کمره مین او د طلوع ټلویزیون خبریال وهي او کنځلې ورته کوي، خو کله چې یې پردې هم زړه یخ نه شي نو وسایل ترې اخلي او له سیمې څخه یی باسي.

د ختېځې سیمې لیکوالو او ژونالیستانو خپلواکې ټولنې په یوه پرېکړه لیک له خبریالانو سره د ملي امنیت کارکوونکو دغه عمل په سختو ټکو کې غندلی اوغوښتنه یې کړې، چې له دغو کارکوونکو سره دې قانوني چلند وشي.

وهل شوی خبریالان وايی، که غوښتنه یې په څلورویشت ساعتونو کې پوره نشي نو د سیمې د مثبتو خبرنو له نشرولو به ډه ډه وکړي او هم به د احتجاج په توګه ولسمشرۍ ماڼۍ، ملي شورا او نورو اړونده ادارو ته لاړشي.

وسله والو طالبانو د ننګرهار د ملي امنيت پر ودانۍ د بريد مسئوليت د منلو تر څنګ له خبريالانو سره تاوتريخوالى یی هم غندلى دى.

د دې سربېره د هېواد  دننه او بهر یو شمېر ټولنو او نادولتي ادارو په ننګرهارکې د خبریالانو وهل ټکول غندلي او د سرغړوونکو د نیولوغوښتنه یې کړې.

Trending

Exit mobile version