سیمه ییز خبرونه
په جلال اباد کې څه ناڅه نهه زره کیلو گرامه امونیم نایترایت نیول شوي
د ننگرهار امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې شاوخوا نهه زره څلور سوه کیلو گرامه امونیم نایترایت نیولي دي.
چارواکي وايي:
له نیول شویو امونیم نایترایت سره د تړاو په تور یو تن هم نیول شوی، چې دمگړۍ د پولیسو تر پوښتنو لاندې دی.
په دې ولايت كې سربېره دې پولیسو درې تنه وسله وال غله هم نیولي دي.
د ننگرهار امنيه كوماندان مل پاسوال عبدالله حازم ستانکزی وايي:
د چهارشنبې په شپه(د سلواغې۱۸) ناوخته د جلال اباد ښار په پېنځمه ناحيه کې د سیمینتو په ١٨٨بوریو کې شاوخوا٩٤٠٠ کيلوگرامه امونيم نايترايت ونیول شول.
مل پاسوال ستانكزى زياتوي:
د دغو امونيم نايترايتو په تړاو يو تن نيول شوى، چې د امنیتي ځواکونو تر پوښتنو او پلټنو لاندې دي.
د ستانکزي په وينا:
له نیول شويو امونيم نايترايتو څخه د سترو ماينونو په جوړولو کې کاراخستل کیږي، چې وروسته د افغانانو د وژلو لپاره په بېلابېلو ځایونو کې استعماليږي.
د نوموړي په وينا:
له نیول شوې هرې بورۍ څخه لږ تر لږه لس ماینونه جوړیدلی شي.
د امونيم نايترايت په تور نيول شوى تن مسلم وايي، چې:
ياد توکي له پاکستان څخه د لغمان د پرشغان د کان کيندلو په موخه راوړل شوي ول او د ټېلر چلوونکي ته د دغو توکو د لېږدولو په موخه څلور سوه زره کلدارې ورکړ شوې وې؛ خو په جلال اباد کې د پوليسو لخوا ونيول شو.
د یوبل خبرله مخې امنیتي ځواکونو د ننگرهار په سره رود ولسوالۍ کې درې تنه وسله وال غله په داسې حال کې نیول شوي، چې یوه کورته یې د اوښتلو هڅه کوله.
امنیه كوماندان وايي:
له نیول شویوغلو څخه پلټنې پیل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې جلال آباد ښار او مرکز ته په يو شمېر نږدې پرتو ولسواليو کې د انسان تښتونې پېښې،غلاوې او غلچکي بريدونه زيات شوي دي.