سیمه ییز خبرونه
په جنوبي آسیا کې د جهاد د رپي د رپولو په اړه د القاعدې مشر خبرې کړي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د یو انځوریز پیغام له مخې د القاعدې اوسني مشرایمن الظواهری د جنوبي آسیا د هند په وچه کې د یوې نوې جهادي ډلې د رپي له رپولو خبرې کړي دي.
هغه ویلي، چې د هند په لویه وچه کې د القاعدې د څانگې جوړول د برما، بنگلادیش، آسام ، گجرات، جامو و کشمیر ایالاتو مسلمانانو ته له خوښۍ ډک زیری دی.
د نوموړي په وینا، د دې وچې مسلمانان به په بېلابېلو سیمو کې له ظلم څخه وژغورل شي.
په دې ۵۵ دقیقه ییزې ویدیو کې ظواهري د طالبانو له مشر ملا محمد عمر څخه د وفادارۍ ژمنه بیا نوې کړې ده.
هغه په دې انځوریز پیغام کې دا هم ویلي، چې د القاعدې څانگه د اسامه بن لادن په غوښتنه د اسلام د پراختیا له پاره جوړه شوې ده.