سوداگري

په جولای کې د پاکستان او افغانستان سوداګري ۱۲ سلنه راټیټه شوه

په جولای کې ټوله دوه اړخیزه سوداګري ۱۳۸ میلیون ډالرو ته راټیټه شوه، چې د ۲۰۲۵ کال په جون کې ۱۵۸ میلیون ډالر وه. د کلنۍ پرتلې له مخې سوداګري د ۲۰۲۴ کال په جولای کې له ۱۴۱ میلیون ډالرو څخه یو څه کمه شوه.

Published

on

د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم د تېرې میاشتې پر پرتله ۱۲ سلنه راټیټ شو. په داسې حال کې، چې د کال پر پرتله دوه سلنه کمښت ښودل شوی دی.

په جولای کې ټوله دوه اړخیزه سوداګري ۱۳۸ میلیون ډالرو ته راټیټه شوه، چې د ۲۰۲۵ کال په جون کې ۱۵۸ میلیون ډالر وه. د کلنۍ پرتلې له مخې سوداګري د ۲۰۲۴ کال په جولای کې له ۱۴۱ میلیون ډالرو څخه یو څه کمه شوه.

افغانستان ته د پاکستان صادرات ۱۰۲ میلیون ډالر ثبت شوي، چې په جون کې له ۱۴۲ میلیون ډالرو څخه ۲۸ سلنه کموالی ښيي.

د تېر کال د جولای پر پرتله صادرات له ۱۰۴ میلیون ډالرو څخه دوه سلنه کم شول.

په هرحال له افغانستان څخه واردات په میاشتني ډول لوړ شوي؛ په جون کې له ۱۶ میلیون ډالرو څخه ۱۲۹ سلنه لوړ شول او د جولای هغه ۳۷ میلیون ډالرو ته رسیدلي دي. د کال پر پرتله واردات د ۲۰۲۴ کال په جولای کې له ۳۸ میلیون ډالرو څخه ۳ سلنه کم شوي دي.

پر سکټوري بڼه افغانستان ته د پاکستان ګڼ‌شمېر صادراتو پوره وده ښودلې ده.

د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د سمنټو صادرات ۱۸۲ سلنه لوړ شوي او ۱۰.۴۶ میلیون ډالرو ته رسیدلي. په داسې حال کې، چې د مېوو او سابو لېږد ۲۱۵ سلنه لوړ شوی او ۹.۶۳ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.

د څارویو یا بوټو د غوړیو صادرات ۲۰۳ سلنه، د اوسپنې او فولادو ۱۸۰ سلنه او د څارویو د خوړو او غوړیو چمتو شوې کنجاړه ۵۷۵ سلنه زیات شوي دي. د کاغذ او مقوا بورډ پلور له دوه چنده څخه ډېر شوی او د وریجو صادرات ۱۱ سلنه لوړ شوي او ۱۹.۴۴ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

دغه راز په جولای کې د بورې صادرات صفر ته راټیټ شوي. په داسې حال کې، چې متفرقه خوراکي توکي او موټرسایکلونه ۸۲ سلنه، د مالټ استخراج ۶۲ سلنه او د درملو محصولات ۱۰ سلنه راټیټ شوي دي.

د وارداتو له پلوه په پاکستان کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پېر د پام وړ لوړ شوی دی.

د انګورو واردات ۵۶۲ سلنه، روميانو ۲۱۲ سلنه، زردالو ۱۱۶ سلنه او د بادرنګو واردات نهه سلنه زیات شوي دي. همدارنګه د پنبې واردات ۶۱ سلنه، د ډبرو سکرو ۲۵ سلنه، د غوړیو تخمونه ۵۲ سلنه او د غلې دانې ۲۴ سلنه کم شوي دي.

په جولای کې له کمښت سره – سره د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګرۍ په تېر مالي کال کې قوي وده ښودلې.

په ۲۰۲۴-۲۵ مالي کلونو کې د سوداګرۍ حجم ۱.۹۹ میلیارډ ډالرو ته ورسېد، چې د ۲۰۲۳-۲۴ مالي کلونو د ۱.۶۰ میلیارډ ډالرو څخه ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي. د پاکستان صادرات د دې ودې ډېره برخه وه، چې ۳۱ سلنه زیاتوالی ۱.۳۹ میلیارډ ډالرو ته ورسېد. په داسې حال کې، چې له افغانستان څخه واردات ۱۳ سلنه زیات شوي ۶۰۷ میلیون ډالرو ته ورسېد.

د غوره توکو تر منځ بوره وه، چې صادرات یې په ۲۰۲۴-۲۵ مالي کلونو کې له ۴۳۰۰ سلنې څخه ډېر لوړ شوي او ۲۶۲.۷۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي، چې تېر کال یوازې ۵.۹۳ ميلیون ډالر ول.

Trending

Exit mobile version