سیمه ییز خبرونه
په خاص روزگان ولسوالۍ کې اتلس تنه وسله وال طالبان د سولې له بهیرسره یو ځای شول
د روزگان ولایت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې اتلس تنه وسله وال طالبان له خپلو وسلو سره یو ځای د سولې له بهیر سره یو ځای شول.
دې اتلس کسیزې ډلې د ملاعبیدالله په مشرۍ د روزگان ولایت په بېلابېلو سیمو او دغه راز د هلمند او کندهار ولایتونو په یو شمېرسیمو کې وسله وال فعالیتونه ترسره کول، چې د سیمه يیزو قومي مشرانو، د یادې ولسوالۍ د امنیه كوماندان او د روزگان ولایت والي د ځانگړيو سوله يیزو پیغامونو په اوریدو د سولې او پخلاینې له بهیرسره یوځای او خپله وسله یې پرځمکه کیښوده.
د وسله والې ډلې كوماندان ملاعبیدالله په خپلو خبرو کې څرگنده کړه، چې:
د افغانستان د اساسي قانون په منلو به خپل ورځني ژوند ته له خپلو بچیانو سره یو ځای په ارامه توگه دوام ورکړم او د خپل هېواد په بیا ودانولو کې به له خپلو وروڼو سره پوره مرسته کوم.
نوموړي غوښتنه وکړه، چې:
زموږ په سیمه کې دې د بیارغونې پروژې، روغتیایي خدمات او د پوهنې بهیر ته توجه وشي.
د روزگان ولایت مرستیال الحاج خدای رحیم خان هم د سولې له بهیر سره د دوی په یو ځای کیدو خوښي څرگنده کړه او له دوی څخه یې وغوښتل، چې په ارامه توگه په خپلو سیمو کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
نوموړي په نورو وسله والو مخالفینو هم غږ وکړ، چې له وسله وال مخالفت څخه لاس واخلي او د سولې له بهیرسره یو ځای شي.
د یادونې وړده، چې د روزگان والي وسله والو مخالفینو ته د سولې او پخلاینې د پیغام رسولو په موخه د یاد ولایت ټولو ولسوالیو ته څوڅو ځله سفرونه کړى او وسله وال مخالفین یې د سولې، یووالي او په گډه د هېواد ودانولو لوري ته رابللي دي.