تازه خبرونه

په خصوصي او غیر خصوصي سکتورونو کې د ښځوونډه پراخه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي یووالې حکومت له جوړیدو سره په خصوصي او غیر خصوصي سکتورونو کې د ښځو ونډه پراخه شوې ده.

نن د ۲۰۱۵ کال د فرصتونو او ښځینه متشبثینو ځانگړې ناسته جوړه شوه. د غونډې گډونوالو وویل داسې کنفرانسونه  کولی شي، چې د ښځو غږ په کې پورته او  ستونزو ته یې د حل لار پیدا شي.

د ملي وحدت حکومت له جوړیدو سره سم ښځې هیله مني شوې او په دې ورستیو کې توانیدلي، چې په بېلابېلو برخو کې ونډه واخلي.

دوی له ملي ادارې څخه غوښتنه کوي، چې د ښځو د کار د پراختیا لپاره بېلا بېلې زمینې برابرې کړي.

د آسیایي بنیاد مرستیاله نجلا ایوبي وایي:

په ځینو وزارتونو کې تر اوسه هم له ښځو سره تبعیضي چلند کیږي؛ د ښځو پر کړنو بې باوره دي او د دې ستونزې د حل لارې لپاره باید تل ورته غونډې جوړې شي.

د ښځو چارو په وزارت کې د خصوصي شرکتونو  رییس عبدالرحیم سعیدي وایې، چې په اقتصادي برخو کې  د ښځو ونډه ۳۷ سلنه زیاته شوې ده.

هغه زیاتوي، چې په تېرو ۶ میاشتو کې ښځو په نړیواله کچه د اتلس قلمونو دوا په جوړولو د آی اس او له خوا تقدیر نامې تر لاسه کړي دي.

د ملي وحدت حکومت په دې توانیدلي، چې د ښځو ونډه د حکومت په بېلابېلو برخو کې زیاتې کړي له کابینې نیولی ان تر وزارتونو او نورو ادارو دغه ونډه مخ په پراخیدو ده.

خبریاله:  نبیله.

Trending

Exit mobile version