تازه خبرونه
په خوست او لغمان کې چاودنو ۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د یکشنبې پر ورځ په هېواد کې له دوه بېلابېلو چاودنو لږ تر لږه ۳ پولیس وژل شوي او د ۵ ملي امنیتي ځواکونو په ګډون اته نور ټپیان دي.
لومړۍ چاودنه د یکشنبې له ماسپښین وروسته یوه بجه په خوست ولایت کې رامنځته شوې ده.
د پولیسو د څرګندونو له مخې، په چاودنه کې د ملي امنیت د درې کسانو سرتیرو په ګډون لږ تر لږه اته نور ټپیان شوي دي.
د خوست د پولیسو ویاند قدرت الله حیدرخېل آریانا نیوز ته ویلي، چې د خوست ښار په مجاهد ډګر کې پر چاودیدونکیو توکو بار یو موټر سایکل چاودنه کړې ده.
قدرت الله حيدرخېل څرګنده کړې، چې ټول ټپي شوي کسان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
دغه راز ویل کیږي، چې دوه یمه چاودنه هم نن ماسپښین د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د سړک غاړې له مان چاودنې رامنځته شوې، چې لږ تر لږه ۳ پولیس یې وژلي دي.
تر دې دمه هیچا د دې بریدونو مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.