سیمه ییز خبرونه
په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د راغلیو کډوالو حضور د اندېښنې وړ دی
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د افغانستان د ملی امنیت شورا مسوولین وايی، چې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې له وزیرستان څخه د راغلیو کډوالو حضور د اندېښنې وړ دی.
د ملی امنیت شورا مسوولین وايي، چې له وزیرستان څخه د راغیلو کډالو د راجسترولو هڅې یې پیل کړي او که کومه کورنۍ وسله ولري، بې وسلې به يې کړي.
د کورنیو چارو وزارت مسوولین هم ورته اندېښنه لري.
د سیاسی چارو کارپوه کمال سعادت وایی، دولت باید د دغو کډوالو ښه مدیریت وکړي.
د افغانستان د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر محمد اکرم خپلواک وایي، چې د شمالي وزیرستان څخه خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو ته۲۵ زره کورنۍ راکډه شوې دي.