سیمه ییز خبرونه
په خوست كې د يوشمېر ولسواليو خلك له دولت څخه وسلې او مهات غواړي
د خوست ولايت د موسى خېلو او قلندر ولسواليو يو شمېر ځوانانو د خپلې سيمې د ساتنې لپاره له دولت څخه د وسلو او مهاتو غوښتونه كړې.
قلندراو موسې خېل د خوست په شمال لويديځ كې څنگ په څنگ پرتې غرنۍ ولسوالۍ دي، چې له پكتيا سره اوږده گډه پوله لري او ځنگلونو پوښلې دي.
د دغو ولسواليو يو شمېر ځوانانو د جمعې په ورځ(د سلواغې ۶) د دغه ولايت په امنيه كوماندانۍ كې په ډاگه كړه، چې:
په دغو ولسواليوكې ناامنيو د خلكو ژوند له ستونزو سره مخ كړى او په سيمه كې يې حالات دې ته رسولي، چې وخت ناوخت څوك له كورونو نه شي وتلى.
د دوى په وينا:
د نامعلومو وسله والو گواښونو اړ كړي يو، چې د سيمې د ساتنې لپاره وسلې او مهمات راكړ شي.
د خوست امنيه كوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى هم مني، چې په يادو ولسواليو كې امنيتي ستونزې شته؛ ځكه، خو دا ځوانان په كليوالي ډول له سيمې څخه د د فاع په موخه د وسلو او مهاتو غوښتنه كوي.
د يادولو وړده، چې څو ځله افغان او بهرنيو ځواكونو په قلندر او موسى خېلو ولسواليو كې پلټونكي عمليات كړي؛ خو له دې سره سره اوس هم د نورو سيمو خلك په ازاد ډول دې ولسواليو ته نشي تلى او له تېرو څلور- پېنځه كاونو راپديخوا په قلندر ولسوالۍ كې امنيت دې ته رسيدلى، چې ولسوال او اداري كارونكي يې خپلې اداري چارې په خوست ښاركې پرمخ وړي.