سوداگري
په خوست ولایت کې د کرومیت کان کېندنې کار پیل شو
د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پترولیم ریاست د خوست ولایت په تڼيو ولسوالۍ کې د کرومیت کان له استخراج او کېندنې خبر ورکړی دی.
د دغه ولايت د کانونو او پتروليم رييس محمد صادق حميدزي د يکشنبې پر ورځ (د غبرګولي اووه لسمه) له رسنيو سره د خبرو پر مهال ويلي، چې د يادې ولسوالۍ د ورږلې کان د استخراج چارې په پېنځه کلن تړون کې يوه کورني خصوصي شرکت ته سپارل شوې دي.
هغه زياته کړې، چې په دې موده کې به ٢١ زره ټنه کروميت استخراج شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، له دې درکه به ٢١٥ ميليون افغانۍ د دولت خزانې ته وسپارل شي.
د خوست ولايت د کانونو او پتروليم رييس محمد صديق حمزه ويلي: د يوه ټن کرومايت بيه لس زره افغانۍ ټاکل شوې او په ټوليزه توګه به د پېنځه کلونو په موده کې له دغه کان څخه ۲۱۵۰۰ ټنه کروميت استخراج شي او عايد به يې ٢١٥ ميليون افغانۍ وي.
له دې مخکې د کانونو وزارت چارواکو اعلان کړی و، چې د ۶۵۰ کانونو د سروې چارې بشپړې شوي او د استخراج چارې به یې کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته وسپارل شي.
د نفرايت شرق شرکت مسوولين وايي، چې له دې مخکې په زياترو ولايتونو کې کانونه په غير معياري او غير قانوني ډول استخراج شوي او عوايد يې د اشخاصو جيبونو ته تلل؛ خو د دغه شرکت د مسوولينو د څرګندونو له مخې، د کان کیندنې بهیر اوس قانوني شوې او شرکتونو ته د داوطلبۍ د آزاد بهیر له لارې اجازه ورکول کیږي.
د نفرایت شرق شرکت د پروسس مدیر عبداللطیف واحدي وايي: اوس دغه تړونونه پر رڼه بڼه شرکتونو ته ورکړ شوي او تاسې لیدلی شئ، چې اوس په بېلابېلو ولایتونو کې هر کان په معیاري ډول استخراجیږي، چې له دې سره به نه یوازې د دولت عواید زیات شي، بلکې خلکو ته د کار زمینه هم برابريږي.
د خوست سیمهییز چارواکو ويلي، چې په راتلونکیو ورځو کې به خلک د دوه نورو کانونو د پرانېستلو شاهدان وي.
د خوست مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور وايي، چې په راتلونکیو ورځو کې به په خوست ولایت کې د دوه نورو کانونو د پرانېستلو شاهدان واوسو.
کرومیت د کرومیم یوازنۍ سرچینه ده او د فولادو په صنعت کې کارول کیږي.
