سیمه ییز خبرونه
په خوست ښاركې بمي چاودنې ۲۶ ملكي وگړي ټپيان كړي
امنيتي چارواكي وايي، چې:
د خوست ښار په بمي چاودنه كې ټول ملكي وگړي ټپيان شوي؛ خو څوك په كې وژل شوي نه دي او په ټپيانو كې د ځينو روغتيايي حالت مرگونى دى.
چاودنه د هغو توكو له كبله رامنځته شوې، چې پربايسكل تړل شوي ول.
تراوسه د دې پېښې په تورڅوك نيول شوي نه دي او نه يې مسووليت چا په غاړه اخيستى دى.
دا چاودنه د دوشنبې په غرمه مهال(د ليندۍ۶) د خوست ښار په مركزي چوك كې شوې ده.
په دغه چوك كې د پلورنځيو مخې ته د راكړې وركړې لپاره لاسي پلورنكي ولاړ وي؛ ځكه، خو د خلكو گڼه گوڼه هم ډېره وي.
د پېښې په ځاى كې د خوست امينه كوماندان عبدالقيوم باقي زوى وويل، چې:
چاوديدونكي توكي پر يوه بايسيكل تړل شوي ول.
باقي زوى زياته كړې ده:
په دې چاودنه كې شپږ ويشت تنه ټپيان شوي دى. كه څه هم په ټپيانوكې د ځينو حالت مرگونى دى؛ خو څوك په كې وژل شوي نه دي او د پېښې ټول قربانيان هم ملكي وگړي دي.
عيني شاهدانو ويلي، چې:
د چاودنې پرمهال د پوليسو موتر د تېردو په حال كې و؛ خو معلومه نه ده، چې څه زيان به وررسيدلى وي، كنه.
تراوسه نه د دې چاودنې مسووليت چا په غاړه اخيستى او نه يې هم د پوليسو خوا په تور د چا د نيولو خبر وركړشوى دى.