تازه خبرونه

په خوست کې د حقاني شبکې ۱۷ غړي وژل شوي – ملي امنیت

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۱, ۱۴۰۰)

د ملي امنیت عمومي ریاست څرګنده کړې، چې ځانګړیو ځواکونو په خوست ولایت کې د حقاني شبکې د یوه قومندان په ګډون د دې شبکې ۱۷ غړي وژلي دي.

یادې سرچینې په ډاګه کړې؛ د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو دغه عملیات د دې ولایت د زمبر کلینیک په اړوند سیمه کې تر سره کړي دي.

د یاد ریاست د خبر پاڼې له مخې؛ دغه د عملیاتو په بهیر کې حقاني شبکې غوښتل یو ماین د مور او ماشوم پر مټ  د امنیتی ځواکونو په لاره کې ښخ کړي، چې پرې چاودېدلی؛ مور او ماشوم یې وژلي دي.

دغې سرچینې همدارنګه په ډاګه کړې، چې د دوی ځواکونو د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د القاعده یو لوړپوړی غړی او د طالبانو یو قومندان هم وژلي دي.

د ملي امنیت ریاست ویلي، چې د القاعده د هندي برخې دا چارواکی بېګ التاجکي ( ابو محمد التاجکي) او د وزیرستان استوګن طالب قوماندان حضرت علي ( حمزه مهاجر) هغه کسان دي، چې وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version