تازه خبرونه

په خوست کې ځنګل وهونکي نیول شوي- والي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د خوست ولایت چارواکي وايي، د سپېرې او تڼیو د ولسوالیوترمنځ په اړوند سیمه کې یوولس کسان د ځنګلونو د وهلو په تور نیول شوي دي.

د خوست والي حکم خان حبیبي رسنیوته وویل، چې دا کسان د ده په امر د چارواکو له خوا نیول شوي او دوسیې به یې ډېر ژر عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

حکم خان حبیبي زیاته کړه، چې له تورنو کسانو سره ۳ باروړونکي موتر، موتر سایکلونه او د ځنګل  وهلو وسایل هم نیول شوي.

Trending

Exit mobile version