سیمه ییز خبرونه

په خیبرپښتونخوا کې پر امنیتي پوستې برید؛ ۱۵ کسان وژل شوي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه برید د چارشنبې پر ماښام د هنګو په اړوند سیمه کې شوی دی.

Published

on

د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې پر امنیتي پوسته د وسلهوالو د برید له کبله لږ تر لږه ۱۵ کسان، چې اووه پولیس او اته وسلهوال دي؛ وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه برید د چارشنبې پر ماښام د هنګو په اړوند سیمه کې شوی دی.

د یادې ولسوالۍ د پولیسو مسوول طارق حبیب ویلي، په دې پېښه کې ۲۲ نور پولیس هم ټپیان دي او امنیتي ځواکونو په سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو لړۍ پیل کړې ده.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې برید مسوولیت نه‌دی منلی.

دا پېښه یوازې څو ورځې وروسته له هغې رامنځته شوې، چې د خیبرپښتونخوا د ټانک ولسوالۍ پر امنیتي پوسته ورته برید وشو.

په هغه برید کې وسله‌والو د چاودېدونکو توکو ډک موټر کارولی او پر امنیتي پوستې برید وکړ، چې له کبله یې ۱۵ کسان د پوځیانو، پولیسو او دولتي کارکوونکو په ګډون وژل شوي وه.

د پاکستان پوځ ویلي وه، چې په ځوابي عملیاتو کې یې ۱۲ وسله‌وال هم وژلي دي.

خیبرپښتونخوا په وروستیو میاشتو کې د وسله‌والو بریدونو د زیاتوالي شاهده ده.

پاکستاني چارواکو څو ځله دا بریدونه په افغانستان کې مېشتو ډلو پورې تړلي بللي، خو اسلامي امارت دغه تورونه رد کړي او د پاکستان په ناامنۍ کې یې هر ډول لاس لرل نه‌دي منلي.

Trending

Exit mobile version