تازه خبرونه

په دوحه د هېوادونو استازیو له اسلامي امارت سره تعامل ته لیوالتیا ښودلې – روزا اتونبایوا

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۲)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د دوحې په وروستۍ غونډه کې د ګډون کوونکیو هېوادونو استازیو له افغانستان سره د مرستو دوام او له اسلامي امارت سره اړیکو ته لیوالتیا ښودلې ده.

په كابل كې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي  ځانګړې استازې روزا اتونبایوا د رییس الوزرا له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر سره په ليدنه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید له اسلامي امارت سره ښه تعامل او همغږي ولري.

د اسلامي امارت د رییس الوزار له سیاسي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر روزا اتونبایوا ته ویلي، چې د اسلامي نظام له رامنځته کېدو سره خلکو ته د ژوند خوندي چاپېریال برابر شوی او تمه ده، چې حقایق به په ښه توګه درک او د ملګرو ملتونو له لارې د نړۍ غوږونه ته ورسوئ.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي زیاته کړې؛ په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو له استازې څخه وغوښتل شول، چې د ملګرو ملتونو په راتلونکیو غونډو کې دې لنډمهالي حکومت ته بلنه ورکړ شي او په ټولو مسایلو کې دې د همغږئ او تعامل لاره غوره شي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې میرمن اوتونبایوا ډاډ څرګند کړی، چې په راتلونکیو غونډو کې به له افغانستان سره پر رغنده تعامل، له نشه يي توکو سره مبارزې، اقلیمي بدلون منفي اغېزو او د امو سیند څنډو پخولو خبرې وشي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خیرالله خیرخواه، چې په دې غونډه کې یې هم حضور درلود ویلي، چې د ملګرو ملتونو په راتلونکیو غونډو کې باید اسلامي امارت ته بلنه ورکړ شي او نړۍ باید په ټولو مسایلو کې له اسلامي امارت سره همغږي او تعامل وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې له افغانانو سره د واشنګتن ژمنې ثابتې او اوږدمهالې دي  او امریکا له افغانانو سره د بشري مرستو تر ټولو لوی برابرونکی هېواد دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پتیل کندهار ته د قطري چارواکو د سفر په تړاو وايي: قطر په افغانستان کې د امریکا او زمونږ د اتباعو دیپلوماتیکو او قونسلګري ګټو ته خدمت کوي. زمونږ لوړ پوړي مشران په منظمه توګه له خپلو قطري سیالانو سره د افغانستان ستونزو ته د حل د موندلو لپاره ګوري او خبرې اترې کوي. قطر او نور هېوادونه، چې اکثریت یې مسلمانان دي اغېزناک غږونه دي. دا هغه څه دي، چې د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن او نور چارواکي یې باید په مستقیم ډول له خپلو قطري سیالانو سره مطرح کړي.

د دوحې غونډه په دې وروستیو کې د تړلو دروازو تر شا د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پر کوربتوب او د افغانستان په چارو کې د یو شمېر هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون جوړه شوې وه.

Trending

Exit mobile version