تازه خبرونه

په دوحه کې د افغان سفیر له مړینې وروسته خلیلزاد د سولې د چټک بهیر غوښتونکی شو

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۱, ۱۳۹۹)

د افغانستان د سولې بهیر د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد څرګنده کړې، چې په ​​قطر کې د افغان سفیر حکیم ډیلي ناڅاپي مړینې له کبله یې ټکان خوړلی دی.

خلیلزاد زیاته کړې، چې د ارواښاد دلیلي نه ستړې کیدونکې هڅې په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره د ستاینې وړ دي.

ارواښاد دليلي تېره سې شنبه په دوحه کې د زړه د ناروغې له کبله ناڅاپه ساه ورکړې ده.

زلمي خلیلزاد په خپلو یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړې؛ هغه د سولې بهیر په پرمختګ کې ژوره ونډه لرله. ما له هغه سره ډېر ځلي لیدل، چې د سولې په اړه یې اندونه ترلاسه کړم. له مذاکره کوونکیو ډلو، امریکايي او نورو ډيپلماتو سره د هغه د مثبتو هڅو تشه به ډېره احساس شي. راځئ، چې  ټول سولې ته د هغه د ژمنتیا په درناوي خپلې هڅې دوبرابره کړو.

خلیلزاد زیاته کړې؛ په قطر کې د افغانستان د استازي په توګه، هغه په قطر کې بریا، زدکړې او تدریس هم کړی و. هغه له قطري مشرانو سره د پیاوړیو دوه اړخیزو اړیکو لپاره یو اغېزمن مخکښ و.

له دې مخکې د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون هم ویلي وه، چې د ارواښاد دلیلي مړینه د افغانستان او د سولې بهیر لپاره لوی زیان دی.

ارواښاد دلیلي په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د افغانستان سفیر په توګه دنده پیل کړې وه.

Trending

Exit mobile version