تازه خبرونه
په دوحه کې د خبرو اترو ډلو درې اوونیزه دمه اعلان کړه
د حکومت او طالبانو د خبرو اترو دلو نن (شنبه د لیندۍ ۲۲ ) په ډاګه کړه، چې دواړو ډلو هوکړه کړې، چې د سولې خبرې نږدې درې اوونۍ وځنډوي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ څرګنده کړې، چې د اجنډا په خبرو کې دواړو لوریو خپل لیستونه تبادله کړل او لومړني بحثونه یې تر سره کړ.
نوموړي زیاته کړې؛ دا، چې د اجنډا موضوعات نورو مشورو ته اړتیا لري؛ نو دواړو لوریو هوکړه کړې، چې له ۲۰۲۰/۱۲/۱۴ نېټې به دمه پیل او د خبرو بل پړاو به د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر ۵ مه پیل شي.
په قطر کې د حکومتي پلاوي غړي نادر نادري هم ویلي؛ د افغانستان د خبرو اترو دواړو اړخونو د اجنډا د توکو لومړني لیستونه شریک او لومړني بحثونه یې هم ترسره کړل.
نادر نادري زیاته کړې؛ دا، چې د اجنډا توکي نورو مشورو ته اړتیا لري؛ دواړه خواوې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر ۵ د بیا ځنډ او خبرو اترو دوه یم پړاو پیلولو هوکړه وکړه.
دغه راز دواړو لوریو د قطر له خلکو او دولت څخه د دوی د میلمه پالنې او خبرو اترو لپاره له آسانتیاوو برابرولو له کبله هم مننه کړې ده.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په خپل ننني ټویټ کې څرګنده کړې، چې د حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې راتلونکی پړاو باید په هېواد کې دننه ترسره شي.
حمدالله محب ویلي، چې دولت د ځای په اړه ځانګړې غوښتنه نلري او چمتو دی؛ د هېواد هره سیمه، چې طالبان وغواړي هلته به د تاسیساتو جوړولو په ګډون، بشپړ چمتووالی ونیول شي او خبرې پر مخ یوسي.
محب په هېواد کې دننه خبرې اړینې بولي او زیاتوي؛ په هېواد کې دننه د سولې خبرې ټولو افغانانو ته د مالکیت او څارنې وړتیا ورکوي او له نور ډېر لګښته هم مخنیوی کوي.
هغه دا هم ویلي، چې دا به خلک د سولې پر بهیر ښه پوه کړي.
نوموړي په ډاګه کړې؛ په هېواد کې دننه خبرې اترې د ټولنې له واقعیتونه اغېزمنې کیږي؛ خو سوله په بهر کې د بهرنیانو اغېز ډېروي، چې دغه سوله بیا د افغانستان په ګټه نده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر دوه یم مرستیال سروردانش اماراتي نظام د جګړې زېږنده بولي او وایي، چې طالبانو په تېرو درې میاشتو کې تاوتریخوالی ډېر کړی او تر هغې، چې اوربند ونه منل شي؛ خبرې به هم پر مخ ولاړې نشي.