تازه خبرونه
په دوحه کې د خپلمنځي خبرو جرګه ګیو خپلې غوښتنې وړاندې کړې
د قطر په دوحه کې د سولې خبرو پر اجندا د خبرو اترو پر پېنځمه ورځ طالبانو ۲۲ او حکومتي پلاوي ۲۸ وړاندیزونه چمتو کړي دي.
یوې سرچینېو چې ندي غوښتي نوم یې یاد شي په ډاګه کړې؛ د حکومتي پلاوي په اته ویشت وړاندیزونو کې اوربند، د جمهوري نظام، درې رنګه بیرغ او د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو ساتنه اړین دي. د طالب پلاوي په دوه ویشت وړاندیزونو کې منځمهاله اداره، اسلامي نظام، د ښځو حقونه او د بیان آزادي په اسلامي چوکات کې اړینې برخې دي.
د جمهوریت غوښتونکیو یو شمېر وړاندیزونه دا دي: د سراسري اوربند منل، د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام خوندیتوب، د اوسني درې رنګه بیرغ ساتنه، د ۲۰ وروستیو کلونو د لاسته راوړنو منل، په دولس څپرکو او ۱۶۲ مادو کې د اساسي قانون ساتنه، د امنیتي او فاعي بنسټونو ساتنه، د ټولو هغو تړونونو او میثاقونو منل، چې افغان دولت د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره کړي، د دولت د اډانې په بېلابېلو پوستونو کې د طالبانو ګمارنه؛ په دې شرط، چې د طالبانو د مشرتابه لخوا معرفي شوي وي، د منل شویو کورنیو او نړیوالو ارزښتونو له مخې د ښځو، ماشومانو، معلولینو د شهیدانو د ورثه وو د حقونو منل او ساتنه.
د امارت غوښتونکیو ځینې وړاندیزونه: له تور نوملړه د ټولو طالب مشرانو د نومونو وتل، له دې وروسته د دیموکراتیک او جمهوریت په څېر کلمو او جملو نه منل، یوازې دې راتلوونکی حکومت د اسلامي حکومت په نوم یاد شي، ټولې ښوونیزې( تعلیمي) او روزنیزې(تربیتي) ادارې د اسلامي پوهنې په چوکات کې هڅې کولی شي، د اسلامي حکومت په چوکات کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نومې ادارې جوړېدل، د انتقالي حکومت جوړېدل له ۱۲ څخه تر اتلس میاشتو پورې البته د دواړو لوریو د هوکړې له مخې، د طالبانو تر ولکې لاندې ساحوساتنه او د طالبانو لخوا هم د سیمه ییز حکومت د ادارې منل هم عملي شي، د طالبانو د وسلو ټولول هغه مهال امکان لري، چې نوی حکومت او نظام جوړ شوی وي، د طالبانو د تحریک پر رسمیت پېژندل تر هغې، چې هوکړه وشي، جنګي مجرمین او د بشرحقونو سرغړونکي کلمات دې منع شي، چې موخه یې د طالبانو د تحریک غړي وي او د طالبانو په نوم د دا ډول کلماتو ګارول دې جرم وګڼل شي، ټولیزې هوکړې ته له رسېدو وروسته په لومړي ګام کې څه نا څه سل زره طالبان او ملاتړي یې باید وسلوالو ځواکونو کې جذب شي، مدني ټولنې، بشري حقونه، د ښځو حقونه، رسنۍ او د بیان آزادي یوازې د اسلامي منل شویو ارزښتونو په چوکات کې فعالیت ته دوام ورکولی شي، د عالمانو د شورا په نوم د بنسټ جوړېدل، چې ټولو دولتي او نادولتي پرېکړو کې یې پرېکړې وروستۍ وګڼل شي.
د خبرو لپاره دا موارد، چې هر لوري ته ډېر اړین دي؛ ښکاري، چې د خبرو اترو لړۍ به سخته کړي.
دا په داسې کې ده، چې طالبان د پاتې بندیانو نه خلاصون د سولې بهیر پر وړاندې خنډ بولي. وبه کتل شي، چې د سولې خبرې کله یوې غوڅې پایلې ته رسیږي.