تازه خبرونه

په دوحه کې د خپلمنځي خبرو حکومتي او طالب پلاویو پر اجندا خبرې روانې ساتلي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۷, ۱۳۹۹)

یو شمېرسرچینو څرګنده کړې، چې د خپلمنځي خبرو دواړو لوریو د اجندا لپاره خپل لومړیتوبونه وړاندې کړي دي.

د قطر په پلازمینه دوحه کې د جموریت او امارت پلاويو د یکشنبې پر ورځ هم پر اجندا خبرې وکړې.

باخبره سرچینې وايي، چې دواړو خواوو د اجندا لپاره خپل لومړیتوبونه وړاندې کړي؛ خو په رسمي توګه تر اوسه نده معلومه، چې دا لومړیتوبونه څه دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي: دا ناستې به روانې وي؛ د جمهوریت پلاوی سولې ته د رسېدو لپاره له ځواکمن ملاتړه برخمن دی.  

د ملي پخلاینې عالي شوری ویاند فریدون خوځون ویلي: نن به په ډاګه شي، چې د دواړو لوریو لومړیتوبونه څه دي: مونږ ته اوربند اړین دی.

په همدې وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوحه دی او د طالبانو د مرکچي پلاوي له مشر او ملا برادر سره یې د پاتې طالب زندانیانو پر خوشې کولو، د تاورتریخوالي پر کمولو او له تور نوملړه د طالب مشرانو پر لرې کولو بحث او خبرې شوي.

تمه ده، چې خلیلزاد به د افغانستان له مرکچي پلاوي سره هم وګوري.

دغه راز د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله  محب په بحرین کې د منځنۍ آسیا غونډې ته وویل، چې د سولې له هوکړې وروسته به په نظام کې د طالبانو په ګډون ټول ګوندونه برخه ولري.

نوموړي ویلي؛ افغان حکومت له طالبانو سره په خبرو کې د سیاسي حل لارې د موندنې هڅې کوي، چې طالبان په حکومت کې راګډ کړي. مونږ هڅه کوو داسې سیستم برابر کړو چې ټول افغانان پکې ځان وویني.

هغه زیاته کړې، چې له طالبانو سره که سوله وشي؛ نو د داعش پر وړاندې به مبارزه چټکه شي.

مرکچي پلاوي په دوحه کې د خبرو لپاره پر اجندا خبرې کوي؛ اوربند، د طالب زندانیانو خوشې کول، د راتلونکي نظام بڼه او له تور نوملړ څخه د طالب رهبرانو ایستل ښايي هغه ټکي وي، چې په اجندا کې به پرې خبرې کیږي.

Trending

Exit mobile version