تازه خبرونه
په دوحه کې د سولې خبرو پر ګړندي کیدو عبدالله خپل ټینګار څرګند کړ
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټرعبدالله عبدالله په دوحه کې د سولې خبرو د ګړندي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
عبدالله عبدالله ویلي، چې د افغانستان د خپلمنځي خبرو جمهوریت پلوی پلاوي هوډمن او واک لرونکی دی، له اجنډا سره سم پر ېلابېلو مسایلو له طالبانو سره خبرې وکړي.
عبدالله زیاته کړې: یو له هغه مقرراتو څخه، چې زمونږ د خبرو اترو ډله پرې ټینګار کوي؛ هغه د خبرو د ګړندي کولو لپاره د هرڅه ترسره کول دي.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر اوربند له طالبانو سره د جمهوريت پلوي پلاوي د خبرو لومړۍ بحث بولي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د افغانستان بهرني متحدین هم د دې نظر پلویان دي.
هغه ټینګار کوي: تر کومه ځایه، چې مونږ پورې اړه لري؛ هر اړخیزې سولې ته رسېدل، د تېرو۲۰ کلونو لاسته راوړنې زمونږ د خلکو د سرښندنو پایله ده او همدا اصل زمونږ د خبرو اترو د ډلې لارښوونه کوي.
عبدالله عبدالله په دې اند دی، چې سیمه ییزه او نړیواله اجماع د سولې لپاره د افغانستان یوه اړتیا ده؛ ځکه ، نو د سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ راجلبولو لپاره هڅې روانې دي.
که څه هم د دوحې د خبرو له پیل څخه دوه اوونۍ تېریږي، خو جمهوريت غوښتونکیو او طالب استازیو تر دې دمه د خبرو لپاره پر ګډه اجنډا هوکړه نده کړې.