تازه خبرونه

په دوحه کې د سولې خبرې د بایډن تر ولسمشریزې ژمنې وځنډېدې- راپور

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۳۹۹)

رویټرز د طالبانو او افغان حکومت د ډلو د څرګندونو له مخې ویلي، چې د قطر په دوحه کې د افغانانو د سولې خپلمنځي خبرې له لنډمهاله ځنډ سره مخ شوې.

د رویټرز د څرګندونو له مخې، د خبرو اترو ډلې د امریکا د غوره شوي ولسمشر جوبایډن کار پیلولو ته په تمه شول، چې آیا نوموړی به د ډونالډ ټرمپ تړون ومني او که نه!

 په کابل کې یوې ډیپلوماټیکې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې د جوبایډن د کار له پیلولو مخکې د سولې په خبرو کې د پرمختګ تمه خورا لږ ده.

سرچینې څرګنده کړې: د خبرو ښکېل اړخونه نه غواړي، چې د جنورۍ له ۲۰ نېټې مخکې کوم شي ته ژمن شي. دوی غواړي، چې دا بهیر روان وساتل شي؛ ځکه، چې د نړیوالې ټولنې یوه غوښتنه ده. پدې معنا، چې دا بهیر به روان وي؛ خو چټک نه.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې راوستلو تړون تېر کال د فبرورۍ پر ۲۹ په دوحه کې د دواړو خواوو د پلاویو ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخې یې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونه د ایستلو ژمنه کړې او طالبانو د امنیت ډاډ ورکړی، چې ګواښونه به له منځه وړي؛ خو افغان حکومت ويلي، چې طالبانو خپلې کړې ژمنې پوره کړې ندي.

د طالبانو د خبرو اترو د ډلې یوې سرچینې د نوم نښودلو پر شرط رویټرز ته په ډاګه کړې: مونږ د نوې ادارې او د هغې تګلارو ته سترګې پر لاره یو. وګورو، چې آیا له طالبانو سره د سولې راوستلو تړون ته درناوی لري؟! که دوی د ځواکونو وتلو ته ژمن پاتې شي … مونږ به بیا سختو پرېکړو ته اړ شو او یو شمېر سختدریځي د جګړې ډګرونو ته وګومارو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رویټرز ته ویلي، چې د طالبانو د خبرو اترو د ډلې څلور لوړ پوړي غړي د کورنیو د غړیو د لیدو له کبله دوحې ته ندي رسیدلي او ډېر ژر به ورسیږي.

دغه راز د حکومت د خبرو اترو د ډلې ځینې غړي هم د روغتیایي ستونزو له کبله دوحې ته ندي رسیدلي؛ خو د تګ نیت لري.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې په دوحه کې د سولې خپلمنځي خبرو دوه یم پړاو پیل شو او تر دې دمه یې څو لومړنۍ ناستې هم تر سره کړې دي.

Trending

Exit mobile version