Connect with us

لوبی

په دوه‌یمه شل اوریزه لوبه کې عربي متحده اماراتو افغانستان ته د ۱۱ منډو پر توپیر ماتې ورکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: مرغومی ۱۱, ۱۴۰۲)

 عربي متحده اماراتو د یکشنبې پر ورځ افغانستان ته په دوه‌یمه شل اوریزه لوبه کې د ۱۱ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د دریو لوبو لړۍ یې ۱-۱ مساوي کړه.

عربي متحده اماراتو د شارجې په کرکټ لوبغالي کې د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپ‌وهنه وکړه، چې د اووه ویکټو پر له لاسه ورکولو یې ۱۶۶ منډې جوړې کړې. آرین لکرا او لوبډلمشر محمد واسع پنځوسیزې جوړې کړې.

په ځواب کې افغانستان په ۱۹.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۵ منډې ترسره کړې.

محمد نبي او حضرت الله ځاځي پر ۲۷ توپونو ۴۷ او ۳۶ منډې جوړې کړې.

د اماراتو له لوري علي نصیر او محمد جواد الله په توپ‌اچونه کې څلور څلور لوبغاړي وسوځول او علي د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

درېیمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه به د دواړو لوبډلو تر منځه سبا سې شنبې ترسره شي.

لوبی

اټک انرژي او موج ساحل د دوشنبې د ورځې لوبې وګټلې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۴۰۳)

د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په نولسمه لوبه کې اټک انرژي ابو مسلم ته( ۴ ) پر ( ۰ ) ماتې ورکړه او پر همدې ورځ د دغو سیالیو په شلمه لوبه کې موج ساحل د عینو مېنې لوبډلې ته ( ۳ ) د ( ۰) پر توپیر ماتې ورکړه.

د اټیک انرژي لپاره خلیل احمد احمدي ( ۳ ) ګولونه او یارمحمد ذکرخېل (۱) ګول وواهه.

څلورم ګول د ابو مسلم لوبډلې له لوري د عبدالله شاه پر سر ترسره شو.

د دوشنبې د ورځ په دې بله لوبه کې عصمت الله هدفمند، محمد نذیر عزیزي او یاسر سلام د عینو مېنې پر وړاندې موج ساحل لوبډلې (۳) پر ( ۰) ګولونه ووهل.

د سې شنبې پر ورځ به د خراسان فارياب او ميوند ترمنځ د غرمې پر ۱:۰۰ بجه او د سرسبزياشلر او عدالت فراه ترمنځ له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې لوبې ترسره کړي.

دا سیالۍ به له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرې شي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان پر لومړي ځل د فوټسال نړیوال جام ته لار وموندله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په پای لوبه کې قرغزستان ته ۵ پر ۳ ماته ورکړه او د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته یې لار پیدا کړه.

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د فوټسال نړیوال جام ته لار مومي.

ټاکل شوې، چې د فوټسال نړیوال جام لسم پړاو به د ازبکستان پر کوربتوب د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر پر څوارلسمه پیل شي.

په دې سیالیو کې به څوارلس لوبډلې برخه واخلي؛ افغانستان، فرانسه، نیوزیلنډ او تاجکستان هغه لوبډلې دي، چې د لومړي ځل لپاره یې د فوټسال نړیوال جام ته لار وموندله.

Continue Reading

لوبی

په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په پېنځلسمه لوبه کې موج ساحل لوبډلې سرسبز یاشلر هغې ته ۲ـ۱ او پر همدې ورځ د دغو سیالیو په شپاړلسمه لوبه کې سورخ پوشان لوبډلې میوند ته ۶ـ۰ماتې ورکړې.

د موج ساحل لپاره صنعنان رحیمي او عصمت الله هدفمند دوه ګولونه ووهل.

د سرسبز یاشلر یوازنی ګول محمد ناصر نیازي تر سره کړ.

د میوند لوبډلې پر وړاندې سرخ پوشان لوبډلې ۶ ګولونه وول، چې حبیب الله هوتک ۱، سمیر میرزي ۱، حمیر امیري ۱، امید رجبي ۲ او لوبډلمشر فرهاد عليزاده ۱ ګولونه ترسره کړي دي.

د یکشنبې پر ورځ به استقلال کابل له عدالت فراه سره د غرمې ير ۱:۰۰ او خدیم له جوانان واحدي سره له غرمې وروسته پر ۳:۳۰ بجو لوبیږي.

دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!