تازه خبرونه
په دوه بېلابېلو بمي چاودنو کې ملکیان وژل شوي – کابل پولیس
امنیتي سرچینو څرګنده کړې، چې د سې شنبې پر ماښام د کابل ښار په لویدیځ کې دوه بېلابېلو چاودنو لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي او له ۱۲ ډېر نور ټپیان دي.
امنیتی سرچینو آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې د یو نښلیدونکی ماین چاودنه د سې شنبې پر ماښام نږدې اووه بجې د درېیمې امنیتي حوزې په سر کارېز سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې لږ تر لږه اته ملکي وګړي په دې چاودنه کې وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
له لومړۍ چاودنې یوه ګړۍ وروسته د همدې حوزې د ګولایي دواخانه په اړوند سیمه کې پر یو بل بس د نښلیدونکي ماین چاودنه رامنځته شوه.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۵ نور ټپیان دي.
تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکو ويلي، چې د پېښې ټپیان استقلال، ابن سینا او علي آباد روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت (یوناما) د جګړې پر ښکېلو لوریو غږ کړی، چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه او د ملکي وګړیو د ژغورنې لپاره ډېر کار وکړي.