نړۍ
په دوه موټر بم چاودنو کې لږ تر لږه ۴۰۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې – د سومالیا ولسمشر
د سومالیا ولسمشر نن (یکشنبه د لړم ۸/ د اوکتوبر۳۰ ) په ډاګه کړې، چې د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې د پوهنې وزارت مخې ته په دوه موټر بم چاودنو کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپیان دي.
د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د دغه هېواد ولسمشر حسن شیخ محمود د چاودنې له ځای څخه له لیدو وروسته څرګنده کړې: زمونږ هغه خلک، چې په ډله ییزه توګه وژل شوي؛ هغه میندې وې، چې ماشومان یې په غېږ کې نیولي وه، هغه پلرونه ول، چې ناروغه ول، هغه زدکوونکي وه،چې ښوونځیو ته لېږل شوي وه.
که څه هم تر اوسه کوم فرد یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نده اخیستې؛ خو شیخ محمود وایي، د دې برید پړه د الشباب ترهګرې ډلې پر غاړه ده.
دا برید په داسې حال کې شوی، چې د ۲۰۱۷ کال پهمدې میاشت کې تر ټولو لویه چاودنه شوې وه؛ په هغه برید کې، چې له ۵۰۰ زیات ووژل شول.
حسن شیخ محمود زیاته کړې: ممکن د دغو دوه چاودنو د قربانیانو شمېر نور هم ډېر شي.
