سیمه ییز خبرونه

په راتلونكي لمريز كال كې به د غزني په ځینو سیمو کې امنیتی کمرې و لګول شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په غزنې كې د بيا رغاونې ولايتي ډله غواړي، چې په راتلونكي لمريز كال كې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو كې امنيتي كمرې ولګوي. ويل كېږي، چې دا كمرې په لسو ځانګړنو سره د دې وړتيا هم لري، چې  شكمن ټيليفونونه كنټرول كړي.

چارواكي وايې، غزني د افغانستان لومړنى ولايت دى، چې دا سيسټم په كې په راتلونكي لمريز كال كې لګول كېږي، او يو ميليون ډالر لګښت پرې راځي.

په غزني كې د بيا رغاونې د ولايتي ډلې امنيتي مسئول لیشینگ تناس وايې:

دا سيستم ډير پر مختللى دى، چې لس مهمې ځانګړنې لري.

د هغه په وينا، د مشكوكو ټيليفونونو كنټرول، د طبيعي پېښو وړاندوېنه، او د شكمنو او وېره اچوونكو كسانو پېژندنه د دې سيستم مهمې برخې دي.

د بيا رغاونې ولايتي ډلې د اور وژنې په برخه كې د پوليسو د روزنې پړاو پېل كړى دى.

د غزني د بيا رغاونې د ولايتي ډلې ترينر ماریوس مور وایی:

د زدكړو هر پړاو  درې مياشتې دوام كوي او د غزني تر څنګ د نورو ولايتونو څخه افراد د زدكړو لپاره دې ولايت ته راځي.

په غزني كې د امنيتي كمرو په وسيله د مونيتورينګ سيستم لومړنى هغه دى، چې مونږ يې جوړوو، دا سيسټم مونږ تر اوسه په ځينو هېوادونو كې جوړ كړى دى او دا سيستم په كابل كې له لګول شويو امنيتي كمرو هم پرمختللى دى.

نوموړی زیاتوی، چې دا د خوښۍ ځاى دى، چې مونږ دلته راغلي يو او افغان وروڼه زمونږ له تجربو څخه زده كړې كوي، مونږ دا دندې له دوی سره شريكوو.

كوم پوليس، چې پدې ځاى كې فني زده كړې كوي، دا طريقه  ډېره نوې او ګټوره بولي.

مسئولين د مركز غزني او اړوندو ولسواليو د امنيتي حالت په كنټرول كې دا سيستم ډېر ګټور بولي.

Trending

Exit mobile version