تازه خبرونه
په روان کال کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان د ژورنالستاتو ملي ټولنه وایي، تېر کال تر دې مهاله له خبریالانو سره د تاوتریخوالي نهه دېرش پېښې رامنځته شوې وې؛ خو اوس نهه شپیته ته رسیدلي دي.
د افغانستان د ژورنالستانو د ملي ټولنې رییس فهیم دشتي په ډاګه کړې، چې د افغانستان د ژورنالستانو ملي ټولنې خپلې تازه نظر پوښتنه کې ویلي، چې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی په روان کال کې د تېر کال په پرتله ډېر شوی، چې په دې کې د خبریالانو وهل ټکول او د حکومت لخوا د سانسور هڅې شاملې دي.
په دې تازه نظر پوښتنه کې څرګنده شوې، چې اکثرو مرکه کوونکیو د رسنیو پر وړاندې د حکومت له چلند شکایت کړی دی.
په دې نظر پوښتنه کې له زر زیاتو کسانو ګډون کړی، چې زیاتره یې په بېلابېلو ولایتونو کې د رسنیو کارکونکي دي.