سوداگري
په روان کال کې د هرات کروندګرو ته د وریښمو چینجي ووېشل شول
د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست ويلي، چې په روان کال کې یې د ورېښمو شاوخوا ۳۶۰۰ صندوقه د وریښمو چینجي کروندګرو ته وېشلي، چې سږ کال یې پایلو ته ډېرې هیلې شته.
دا مهال د ورېښمو د چینجیو د محصول یا وریښمو تار د را ټولولو وخت دی.
سږ کال د ورېښمو د چينجيو څه باندې درې زره صندوقونه په زنده جان، انجيل، ګذرې او پښتون زرغون ولسواليو کې بزګرانو ته وېشل شوي دي.
د هرات د کرنې او مالدارۍ رياست د ترویج او مالدارۍ عمومي رییس خلیل احمد بهمنش وايي، چې ۸۰ په سلو کې د وریښمو د چنجیو پالنه په زنده جان ولسوالۍ کې ترسره کیږي.
د وریښمو د چینجیو پالنه زیارګلوونکی صنعت دی؛ کروندګر او د چینجیو پالونکي د ورېښمو تار اسانه تر لاسه کولی نهشي.
کروندګر وايي، د تېر کال پر پرتله د ورېښمو بازار پیکه دی.
د وریښمو د چینجیو په پالنه کې تر ډېره میرمنې بوختې دي.
د وریښمو چینجیو پالونکې شتابه جلال ویلي؛ د ورېښمو د چينجيو له پاللو څخه نيولې بيا د ورېښمو د تارونو د بېلولو او د ورېښمنو جامو د توليدولو چارې تر ډېره د ښځو لخوا ترسره کېږي.
سږ کال هغه کورنۍ، چې د ورېښمو چینجي یې ساتلي هيله لري، چې ښه حاصلات به ولري.
په دې صنعت بوخت کسان وايي، چې سږ کال د وریښمو بازار پیکه دی.
په هرات کې د ورېښمو صنعت شپږ سوه کلن تاریخ لري. اوس هم ډېرو کورنیو دغه پخوانی مسلک ساتلی او د ورېښمو چینجي معمولاً د توتانو پر پاڼو تغذیه کوي.