نړۍ
په روسیه کې د الوتکې د راغورځېدو له کبله مرګ و ژوبله رامنځته شوې
د روسیې د بېړنیو خدماتو چارواکو ویلي؛ د پنجشنبې پر ورځ د روسیې په لرې ختیځ کې انتونوف ان-۲۴ مسافر وړونکې الوتکه، چې شاوخوا ۵۰ کسان په کې سپاره ول؛ ولوېده او ټولو مسافرو یې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خبري سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د روسیې په ختیځ کې یوه الوتکه لوېدلې، چې له کبله یې ټول ۵۰ کسان مړه شوي دي.
د روسیې د بېړنیو خدماتو چارواکو ویلي؛ د پنجشنبې پر ورځ د روسیې په لرې ختیځ کې انتونوف ان-۲۴ مسافر وړونکې الوتکه، چې شاوخوا ۵۰ کسان په کې سپاره ول؛ ولوېده او ټولو مسافرو یې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نا تائید شوې ویډیو له مخې؛ داسې ښکاري، چې دغه پخوانۍ الوتکه په ځنګلي سیمه کې غورځېدلې او انګارا نومي سایبریا میشتي هوايي شرکت لخوا چلېده.
دغه الوتکه له بلاګووشچینسک ښار څخه تیندا ته روانه وه، چې د چین پولې په امور سیمې د رادار له سکرینونو ورکه شوه.
رویټرز خبري سرچینې د روسي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې الوتکه د چین پولې ته نږدې په یوه لرې پرته سیمه کې له رادار څخه ورکه او ولوېده.
د لومړنيو څرګندونو له مخې، د پېنځه ماشومانو په ګډون هیڅ یو مسافر ژوندی پاتې شوی ندی.