سیمه ییز خبرونه
په ریاض کې د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر د برید له کبله ۳۲۱ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، په وژل شویو کې څلور سعودي وګړي، د بنګلهدېش دوه وګړي او د امریکا، اردن، فلسطین، سوریې، سوډان او مصر یو ـ یو وګړی شامل دي. د چارواکو د وروستیو څرګندونو له مخې، په دې برید کې ۳۰۹ کسان ټپیان شوي دي.
د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې تائید کړې، چې د شنبې پر ورځ د ریاض د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر په برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰۹ نور ټپیان دي.
د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، په وژل شویو کې څلور سعودي وګړي، د بنګلهدېش دوه وګړي او د امریکا، اردن، فلسطین، سوریې، سوډان او مصر یو ـ یو وګړی شامل دي. د چارواکو د وروستیو څرګندونو له مخې، په دې برید کې ۳۰۹ کسان ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، روغتونونه د امبولانسونو او چورلکو له لارې د لېږدول شویو ټپیانو له ګڼې ګوڼې سره مخ شوي او د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
د شنبې برید، چې له تېرو څه باندې لس کلونو راپدېخوا په سعودي عربستان کې تر ټولو مرګونی برید بلل شوی؛ له کوم مخکیني خبرداري پرته ترسره شوی دی.
د سعودي عربستان د ګواښونو د خبرداري سیسټم هم د برید په اړه کوم خبرداری نهو ورکړی.
د روانې اوونۍ په لومړیو دوه بریدونو کې پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر څلور کسان وژل شوي او د سعودي عربستان یوې سوداګریزې الوتکې ته، چې د هوايي ډګر پر تمځای ولاړه وه؛ درانده زیانونه اوښتي وه.
دغه مرګوني بریدونه په داسې حال کې رامنځته شوي، چې سعودي عربستان د ایران د ملاتړو حوثیانو پر وړاندې هوايي بریدونه کوي او په یمن کې د دې ډلې پر ضد د یمني حکومت د ځمکنیو عملیاتو ملاتړ کوي.
دغو بریدونو د سعودي عربستان د دفاعي وړتیاوو کمزورۍ هم رابربڼدې کړې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د سپینېماڼۍ بهر یې له خبریالانو سره خبرې کولې؛ د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا واشنګټن د حوثیانو پر ضد د سعودي عربستان له بریدونو سره یوځای کېدا ته چمتو دی ویلي«: کېدی شي مونږ به دا موضوع وڅېړو.
مونږ همدا اوس د وروستي برید په اړه خبر شوي یوو؛ نو پرېکړه به وکړو. مونږ ډېر ژر اقدام کوو.»
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې دا بریدونه « د بېګناه ملکي وګړو ژوند ته ښکاره بېپامي» څرګندوي.
د یوه عیني شاهد د څرګندونو له مخې، هغه د شنبې پر ورځ په هوايي ډګر کې لومړی چاودنه ولیده او وروسته یې په ودانۍ کې یو شمېر ټپیان پر ځمکه پراته ولیدل.
د راپور له مخې، له لس ډېر امبولانسونه د پېښې ځای ته ورسېدل.
د رویټرز یوې ویډیو هم تائید کړې، چې د هوايي ډګر په ساحه کې امبولانسونه لیدل کېږي.
یوه ټپي مسافر رویټرز ته ویلي، چې د هوايي ډګر له بهر یې په آسمان کې د یوه شي د الوتلو ننداره وکړه او وروسته د الوتنو د وتلو دروازې ته نږدې د چت یوه برخه ونړېده.
په ریاض کې د امریکا سفارت ویلي، چې له بریدونو خبر دی او له ټولو امریکايي وګړو یې غوښتي، چې له یاد هوايي ډګر او شاوخوا سیمو ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.
سعودي عربستان په ۲۰۱۵ز.کال کې د یوه عربي ائتلاف پر مشرۍ د یمن جګړې ته داخل شو، چې حوثیان د یمن له پلازمېنې صنعا څخه وباسي. حوثیانو یو کال مخکې صنعا نیولې او حکومتي ځواکونه یې له دې ښاره شړلي وه.
د رویټرز د راپور له مخې، د یمن جګړه خونړۍ پر ټپه ودرېده او د جګړو او لوږې له کبله سلګونه زره یمنیان ووژل شول. سعودي عربستان په ۲۰۲۲ز.کال کې له حوثیانو سره یوې هوکړې ته ورسېد، چې له مخې یې جګړه ودرول شوه.
خو دغه اوربند د روان اوړي پر مهال له منځه ولاړ. په دې لړ کې حوثیانو پر چټک پرمختګ د بابالمندب تنګی، چې د سرې بحیرې یوه مهمه سټراټیژیکه لار ده؛ د سعودي عربستان د ملاتړو حکومتي ځواکونو له کنټروله وایسته.
د سعودي عربستان پر ملاتړ د یمن حکومت په روانه اوونۍ کې د دغې سیمې د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي؛ خو تر اوسه یې محدود پرمختګ کړی دی. په همدې حال کې حوثیانو د یمن درېیم لوی ښار تعز کلابند کړی دی.
د الوتنو د څار اوبپاڼې «فلایټرادار۲۴ د معلوماتو له مخې، ریاض ته ټولې الوتنې یا نورو هوايي ډګرونو ته اړول شوي او یا لغوه شوې دي.
په یوه وخت کې یوازې یوه چورلکه د هوايي ډګر پر شاوخوا ګرځېده.
د پنجشنبې ورځې او د روانې اوونۍ د لومړیو بریدونو له کبله هم یو شمېر هوايي شرکتونو ریاض ته خپلې الوتنې ځنډولي یا لغوه کړې وې.
دا بریدونه په داسې وخت کې شوي، چې ټاکل شوې ریاض د انرژۍ او پانګونې د سترو کنفرانسونو کوربهتوب وکړي.
د دغو کنفرانسونو تنظیموونکو د شنبې ورځې له بریدونو وړاندې ویلي وه، چې غونډه به د پلان له مخې ترسره شي.
د یادونې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت د وزیر پر مشرۍ یو افغان پلاوی په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره ریاض ته تلی دی.