تازه خبرونه
په زابل ولايت کې له يوې ترافيکي پېښې ١٩ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د زابل امنیتي چارواکو ویلي، چې د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه بس د چپه کېدو له کبله یو کس مړ شوی او ۱۹ نور ټپیان دي.
دا پېښه نن سهار ( یکشنبه د زمري ۱۵ ) شاوخوا شپږ بجې د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د زابل د امنيه قومندانۍ وياند ذبيح الله جوهر ويلي، مړ شوی کس د بس موټرچلوونکی دی او په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شته دي.
د دې پېښې ټپيان د کندهار ميرويس حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د زابل د مرکز کلات ښار په صحرانۍ سيمه کې د يوه چټک موټر د چپه کېدو له کبله يو کس مړ شوى و او دوه نور ټپيان ول.
