پرمختګ او بشپړتیا

په زابل کې دوه سوه پنځوس میرمنو ته د کار زمینه برابره شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ښځوچارومسوولین وایی:

په مرکزاو ولسوالیو کې ډېرې ښځې په باغدارۍ گلدوزۍ خیاطۍ او ځینو نورو برخو کې پرکارگومارلې  دي.

د دغه ریاست مسوولین وایي، چې:

پرگومارل شويو ښځو د لویدلو ښځو شمېره د نورو کلنو په نسبت زیاته ده .

په زابل کې که څه هم ښځې ناوړه حالت لري او د کورنیو لخوا د کار اجازه نه ورکول کیږي، خو د ښځو چارو مسوولین وایي، چې:

په مرکز او ولسوالیو کې یې دامهال سلگونه ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د ښځوچارو ريسه رجبیه رنجبر وایي، چې:

پدغه ولایت کې یې اوسمهال نژدې دوه سوه پنځوس ښځې په مختلفو برخو کې پر کار اچولي.

نوموړې زیاتوي، چې گلدوزي، خیاطي، لاسگنډل او باغداري هغه څه دي، چې دغه ښځې ورڅخه په ورځني توگه د ډاډ وړ پیسې ترلاسه كوي.

د ښځو چارو ريیسه وایي:

دغه پروژې د بېلابېلو موسیسو لخوا ورکړشوي دي.

رجبیه وایي:

هڅه کوي، چې نورو اوزگارو او بې سر پرسته ښځو ته هم دا ډول کار پیداکړي .

دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې د زابل د ولسوالیو ډېرې میرمنې د کار له نشتوالي شکایت کوي .

د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريال فيضان څرگنده كړې، چې:

د ښځو چارو مسوولین د ښځو اوزگارتیا د فقر او سوال د ډېریدلو په معنا بولي.

پدغه ولایت کې ناوړه دودونه د ښځو پرژوند ډېره منفي اغېزه کړې ده.

په یاده سیمه کې اوس هم ښځې د بدیو قرباني کیږي او خلک لوڼې او خویندې په بدو کې ورکوي.

له کورنو څخه ښځو ته  د باندې د کاراو لوست لپاره اجازه نه ورکول هغه لاملونه دي، چې دغه ټولنه یې اوس هم پاتې راوستې.

پدغه ولایت کې اوسمهال د گوتو په شمېرلوستې ښځې پیدا کیږي.

زابل یو سرحدي اوغرنی ولایت دی، چی اوسیدونکي یې نوي سلنه نالوستي دي.

یو شمېرکارپوهان وایي:

د خلکو د ذهنونو د روښانه کولو لپاره دعامه پوهاوي کمپینونه د سیمې پرخلکو مثبته اغېزه کوي او دولت باید دا ټول پروگرامونه  د كليو او ښارونو تر منځ ووېشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version