سوداگري
په زابل کې د لومړي ځل لپاره د سوداګرۍ خونه جوړه شوه
په زابل کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ويلي، چې د لومړي ځل لپاره په دغه ولایت کې د سوداګرۍ خونه جوړه شوې ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند ويلي، چې د دې خونې له جوړېدو سره به د سوداګرو او دولتي چارواکو ترمنځ همغږي ښه او له نړیوالو پانګوالو سره به د سوداګریزې اړیکې رامنځته شي.
د مومند د څرګندونو له مخې، د دې خونې له جوړېدو سره به سوداګر په سمه توګه سوداګرۍ ته لاسرسى ولري.
له بلې خوا د دغې خونې نوی ټاکل شوی مشر عبدالقادر وايي، دوی هڅه کوي، چې سوداګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې او د پانګوالو د پانګونې هڅې به روانې وساتي.
د زابل ولایت سوداګر وایي: د اړوند اړیکو پر رامنځته کولو خوښ دي او هیله لري، چې له دې وروسته به د دوی ستونزې په ښه توګه حل شي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ زابل د افغانستان یو له هغو کرنیزو ولایتونو څخه دی، چې خپل محصولات لري او د صادراتو، بازارموندنې او پروسس لپاره به یې اوس ښه زمینه برابره شي.
د يادونې ده، چې د دې خونې له جوړېدو سره د دغه ولايت په شملزو ولسوالۍ کې د سرحدي ګمرک دفتر جوړ شوی او ورسره سوداګريزه راکړه ورکړه هم زياته شوې ده.