تازه خبرونه

په زلزله ځپلو سیمو کې له ۴۷ زره ډېر ماشومان او میندې د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

 دې ادارې څرګنده کړی، چې په زلزله ځپلو ولایتونوکې په ځانګړي توګه د کونړ په ګډون شاوخوا ۳۷ زره له پېنځه کلنو کم عمر لرونکي ماشومان او نږدې ۱۰ زره اومیدواره او شیدې ورکوونکې میندې د تغذیې له خطر سره مخ دي.

Published

on

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ په یوه نوي راپور کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له کبله په اغېزمنو سیمو کې له ۴۷ زره ډېر ماشومان او میندې د شدیدې خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ دي.

 دې ادارې څرګنده کړی، چې په زلزله ځپلو ولایتونوکې په ځانګړي توګه د کونړ په ګډون شاوخوا ۳۷ زره له پېنځه کلنو کم عمر لرونکي ماشومان او نږدې ۱۰ زره اومیدواره او شیدې ورکوونکې میندې د تغذیې له خطر سره مخ دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د وږي د ننهمې / د اګست د یودېرشمې وژونکې زلزلې، چې مرکز یې د کونړ ولایت و؛ له ۲۲۰۰ څخه ډېر خلک مړه کړل، چې شاوخوا ۷۵۰ یې ماشومان ول. اوس پر مړینې  سربېره د دې ناورین بشري پایلې هم په جدي توګه مخ پر پراخېدا دي.

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ ټینګار کړی، چې وروستیو زلزلو په اغېزمنو سیمو کې یو شمېر روغتیایي کلینیکونه هم زیانمن کړي؛ که څه هم ډېری دغه مرکزونه پخوا د نړیوالو مرستو د کمښت له کبله تړل شوي وه؛ خو دې وضعیت د زرګونو ماشومانو او کورنیو لپاره د روغتیا او تغذیې خدماتو ته لاسرسی په جدي توګه محدود کړی دی.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ په دې سیمو کې له ۹۱ زره څخه ډېر خلک اوس د خوړو مرستې ته بېړنۍ اړتیا لري. ټول شاوخوا ۴۲۲ روغتیایي مرکزونو د تمویل نشتوالي له کبله فعالیت بند کړی، چې شاوخوا ۳ میلیونه خلک یې روغتیایي خدماتو ته له لاسرسي بې برخې کړي دي.

په افغانستان کې د ماشومانو ژغورنې بنسټ یوې چارواکي سمیرا سعیدرحمان اندېښنه څرګنده کړې او وایي: “د ماشومانو خوارځواکي اوس په افغانستان کې یو ملي بېړنی حالت دی. وروستۍ زلزلې دا بحران نور ژور کړی او د بودجې کمښت د ماشومانو او د هغوی د کورنیو لپاره د خوړو او روغتیایي خدماتو د  کمښت معنا لري.”

د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې؛ نږدې ۵ میلیون افغان ماشومان اوسمهال د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي. دا معلومات یو بحراني وضعیت او په ملي او نړیواله کچه د جدي اقداماتو بېړنۍ اړتیا پر ګوته کوي.

Trending

Exit mobile version