تازه خبرونه
په زړونو کې هم باید د خپلو هېوادوالو په اړه بد نظر ونه لرو – انس حقاني
د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي او له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون غړي انس حقاني ويلي، د اسلامي امارت غړي باید په زړونو کې هم د خپلو هېوادوالو په اړه بد نظر ونهلري.
انس حقاني دغه څرګندونې تېره ورځ ( د وږي ۱۰ ) په خوست کې له افغانستان څخه د بریتانوي، شوروي اتحاد او ناتو ځواکونو د وتلو د درې څلیو د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.
هغه ویلي: اوس د بښنې، ورورولۍ- اخوت او وطن جوړولو پړاو دی. مونږ ټولې نړۍ ته د تعامل غېږه ورکړه حتا له هغو سره مو هم د دښمنۍ د فصل پای اعلان کړ، چې پر مونږ یې یرغل وکړ، د دې خلکو کرامت ته یې درناوی ونهکړ او ډېرې سپیڅلي وینې یې توی کړې؛ نو خپلو خلکو سره، خو باید په زړه کې هم بده خبره ونلرو.
هغه زیاته کړې: نن د وطن د آبادۍ وخت دی، د زړونو د صفا پړاو دی او له دې وروسته باید د نورو پرمختللیو هېوادونو په څېر د ژوند اسانتیاوې ولرو. له دې وروسته افغانان هم باید د نړۍ د نورو ملتونو په څېر علم، د ژوند اسانتیاوې او تولیدات ولري. نوی نسل باید له دیني او عصري علومو برخمن وي. دا هم جهاد دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې د نظر اختلاف شته؛ خو مونږ ټول باید د دین او وطن په خاطر لاسونه سره یو کړو او نور بهرنيو یرغلګر ته دا فرصت ورنهکړو، چې یو ځل بیا زمونږ مظلوم ولس وځوروي.
د یادونې ده، چې په خوست ښار کې جلال بنسټ د خوست ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست امنیه قومندانۍ پر همکارۍ او همغږۍ داسې درې څلي ودرول شول، چې په تیږو کې د یرغلونو تاریخونه او د هغوی د وروستيو سرتېرو ( انګریز داکتر برایدن، روسي بوریس ګروموف او امریکایي کریس داناهو) انځورونه کښل شوي دي.