تازه خبرونه

په سالنګ تونل کې د مرګ و ژوبلې شمېر  ۶۸ کسانو ته لوړ شو 

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۸, ۱۴۰۱)

د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې؛ په سالنګ تونل کې د اورلګېدنې له کبله مو تر اوسه ۳۷ ټپيان روغتيايي مرکزونو ته لېږدولي او ۳۱ مړي د پېښې له سيمې راويستل شوي دي.

ویل کیږي، چې دغه شمېر ځاني زیان وروستی ندی.

په سالنګ تونل کې اورلګېدنه له دوه شپو او ورځو وروسته نن کنترول شوه او اوس مسوول چارواکي د دې تونل پر تشولو لګیا دي او هغه کسان، چې له دې اورلګېدنې ژوندي وتلي د اکسیجن تجهیزاتو ته اړتیا لري.

حکومت له خپلې ټولې وسې کار اخیستی، چې د پېښې په سیمه کې بند پاتې کسانو او ټپيانو ته ښه لاسرسی رامنځته شي.

د دې غمجنې پيښې ټپیان د پروان، بغلان او کابل روغتونونو ته لېږدول شوي او د عامې روغتیا وزارت د وروستیو څرګندونو له مخې، په دې اورلګېدنه کې ۳۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۴۰ کسان ټپيان دي.

د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد وايي، چې یو دېرش کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې څلوېښت نور ټپیان دي.

د دغه وزارت وزیر قلندر عباد زیاته کړې؛ د دې پېښې د هغو ټپیانو وضعیت، چې د پروان او بغلان ولایتي روغتونونو ته لېږدول شوي دي د ډاډ وړ دی.

د ټولګټو وزارت هم ویلي، چې اورلګېدنه د تونل دننه رامنځته شوې او تر دې مهاله په بشپړ ډول ندی تخلیه شوی؛ نو اوس دغه لویه لار د موټرو تګ راتګ لپاره بنده ده.

د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح ویلي؛ مسوولین په دې هڅه کې دي، چې دغه تونل ژر تر ژره د ترافیکو پر مخ خلاص شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په سالنګ تونل کې د تېلو تانکر چاودنې د تونل ځينې برخې ویجاړې کړي، چې بیا رغونه به یې وخت ونیسي.

دغه لویه لار د هېواد په اقتصاد کې مهمه ګڼل کېږي او د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره باید تخنیکي تدابیر ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې حکومت له څو اوونیو راپدیخوا د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارې د یخې هوا له کبله درولې دي.

Trending

Exit mobile version