سیمه ییز خبرونه

په سرحدي سيمو كې د پاكستاني پوځيانو له خوا د لاسوهنو دوام د اندېښنې وړ مسئله ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كورنيو چارو وزارت وايې، افغان امنيتي ځواكونه په طالبانو تهاجمي بريدونه د طالباتو د خوځښتونو د مخنيوي لپاره کوي. په همدې حال كې د مشرانو جرګې ځينې غړي وايې، طالبانو پخوا په چريكي ډول جګړې كولې، او اوس يې خپله پاليسي بدله كړې ده او په ډله ييزه توګه جنګېږي.

كه څه هم د پسرلې نږدې يوه نيمه مياشت تېره شوې، يو شمېر افغان سناتوران اندېښمن دي، چې طالبانو خپل جنګي تاكتيك بدل كړى او تحركاتو كې يې زياتوالى راغلى دى.

د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايې:

سږ كال به پر طالبانو تهاجمي بريدونه وشي.

بل خوا د افغانستان په سرحدي سيمو كې د پاكستاني پوځيانو له خوا د لاسوهنو دوام بله د اندېښنې وړ مسئله ده، چې يو شمېر افغان سناتوران ورته ګوته نيسي.

د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار د ننګرهار د ګوشتې په ولسوالۍ كې د پاكستان له خوا د پوځي تاسيساتو او دروازې د نه لرې كولو په غبرګون كې پرېكړه وكړه، چې د جرګې له خوا سيمې ته يو كميسيون د ستونزې د څېړلو لپاره واستول شي.

خو د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ادعاوې ردوي او وايې، د ولسمشر تر فرمان وروسته په ګوشتې ولسوالۍ كې د دروازې د جوړولو كار درېدلى دى.

د كورنيو چارو وزارت د چارواكو په وېنا، سرحدي ځواكونه په پوره امكاناتو سره د هر ډول بهرني اقدام د مخنيوي لپاره د تيارسۍ په حال كې دي.

Trending

Exit mobile version