تازه خبرونه

په سرپل کې د بلخاب د ډبرو سکرو د کان مسلکي استخراج او نښلوونکو سړکونو پرانیسته وشوه

د دې کان د پرانیستغونډې پر مهال ملا برادر ټینګار کړی، چې افغانستان د طبیعي زېرمو له پلوه غني هېواد دی او باید د دغو زېرمو د پروسس او تولید لپاره په هېواد کې د ننه فابر یکې جوړې او کاري فرصتونه رامنځته او صنعت پیاوړی شي.

Published

on

د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په سرپل کې د بلخاب د ډبرو سکرو د کان مسلکي استخراج او نښلوونکو سړکونو پرانیسته کړې ده.

د دې کان د پرانیستغونډې پر مهال ملا برادر ټینګار کړی، چې افغانستان د طبیعي زېرمو له پلوه غني هېواد دی او باید د دغو زېرمو د پروسس او تولید لپاره په هېواد کې د ننه فابر یکې جوړې او کاري فرصتونه رامنځته او صنعت پیاوړی شي.

د هېواد اقتصادي مرستیال زیاته کړې؛ افغانستان د طبیعي زېرمو له اړخه غني هېواد دی  او کاني زېرمې د اوږد مهاله بېخبنايي پروژو د تمویل، د صنعتي پرمختګ او د ملي عوایدو د سرچینې په توګه له اساسي او سټراټیژیک ارزښت څخه برخمنې دي، چې له مسلکي استخراج سره به یې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پر لورچټک  ګامونه پورته شي .

 ملابرادر وایي؛ د هېواد کاني منرالونه باید په هېواد کې له استخراج او پروسس وروسته صادار شي، چې په هېواد کې د شغل د یجاد د پراختیا ترڅنګ د کورني صنعت د غښتلتیا لپاره هم  زمینه برابره شي.

 نوموړي زیاته کړې؛ د بلخاب ډبرو سکرو کاني حوزه د هېواد له مهمو او غني زېرمو څخه ده، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري یې د استخراج  بهیر تر دې د مه روان دی.

هغه ویلي؛ د ملي پراختیا شرکت د دغه کان د استخراجي چارو د تسهیل او تسریع  پر موخه  ۲۰۰ کیلو مټره سړکونه پر معیاري توګه اوار کړي، چې د بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو کانونه یو له بل سره و نښلوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له دې سره به کار ګران او قراردادي شرکتونه د کان کېندنې چارو ته په سمه توګه رسېدنه وکړی شي.

د خصوصي سکټور د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی اسد الله اسدي هم د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د کانونو استخراج او په هېواد کې پروسس مهم بولي او وایي، چې د کانونو وزارت په ګډون باید د اسلامي امارت ټولې اړوند ادارې د کانونو په سکټور کې د پانګونې د جذب لپاره خصوصي سکټور ته هڅوونکي بستې وړاندې کړي، د هېواد د کانونو په برخه  کې د پانګونې د پراختیا لپاره د خصوصي سکټور له لوري اقدامان تر سره شي.

دغه راز د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې عمومي رییس عبدالجبار ساپی وایي« افغانستان د کانو نو له پلوه ډیرې زیرمې لري خو له بده مرغه په کومه اندازه چې په دې سکتور کې پانګونې ته اړتیا ده لاهم پانګونه نده شوې هیله لرم چې دې سکتور کې پانګو نه پراخه شي او استخراج شوي ټول تو کې په هیواد کې پروسس شي نو له دې سره به هیواد کې دبې کارۍ حجم راټیټه شي».

د اقتصادي چارو شنونکي هم له اسلامي امارت غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې د کانونو له تړونونو څخه نیولي بیا تر استخراج، پروسس او صادارتو پورې ټولې چارې باید په هېواد کې تر سره شي، چې د کار زمینه برابره شي.

د اقتصادي چارو شنونکی نذیر احمد خلیل وایي: « زه فکر کوم که څه هم قرارادادونه شوي؛ خو باوري یم، چې په دې قرار دادونو کې مسلکي اصل تر ډېره په پام کې ندی نیول شوي. که د هېواد کانونه مسلکي استخراج او په هېواد کې پروسس شي؛ نو پر ملي اقتصاد به مثبتې اغېزې وکړي.»

دریاست الوزرا اقتصادي مرستیال  د ملي پراختیا شرکت نه وغوښتل چې د استخراج چارې لا ډېرې معیاري، له هر ډول ضایعاتو څخه مخنیوی ترسره او د چاپیریال ساتنې معیارونه په پام کې ونیسي. د د یادونې ده، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري د بلخاب ډبرو سکرو د مسلکي استخراج لپاره شاوخوا ۱۰۰ صوفونه کېندل شوي، چې اوسمهال په کې له دوه زره زیات هېوادوال په مستقیم ډول کار کوي او په کلني ډول ترې ۵۰۰ زره ټنه سکاره استخراجیږي.

Trending

Exit mobile version